روزنامه هیواد

افغانستان د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته هم ترېشل ماشینونه صادروی

په ننګرهار کې د جاوېد افغان شرکت وایی، د دوی له لوری جوړ شوی ترېشلونه په لومړی ځل تاجکستان ته صادر شوی او راتلونکی کال ته به یې ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان ته هم واستوی.د یاد شرکت مشر تور ملنګ شګیوال وایی،  ۱۲ ترېشر ماشینونه‌یې چې غنم له بوسو بېلوی، تاجکستان ته استولی دی.د شګیوال په خبره، په تاجکستان یې هر ماشین په ۲۰۰زره افغانۍ پلورلی دی او د دې ماشین الاتو ۷۵ سلنه خام مواد د افغانستان خپل دی: ((د یاد هر ترېشر وزن ۱۷۵۰ کیلو ګرامه دی چې هر یو یې ۲ دوه سوه زره افغانۍ قیمت لری چې څلور یې یو ځل او اته نور یې د دویم ځل لپاره یاد هېواد ته صادر شول.))ښاغلی شګیوال زیاتوی: (( موږ د اوسپنې د ویلی کېدو فابریکه لرو، چې د دې ماشین الاتو پرزې جوړوی او پاتې پرزې له چین او ترکیې واردوو.))دی وایی، اوس‌مهال یې خپل تولیدات د هېواد ګڼو ولایتونو ته لېږلی او په ګڼو ولایتونو کې خلک د دوی له تولید شوو ترېشرو څخه کار اخلی: (( هڅه کوو چې په راتلونکی کال کې خپل تولیدات ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان ته واستوو او هم خپل کورنی بازارونه خپل کړو.))په ننګرهار کې د جاوېد افغان په نامه شرکت د اوسپنې د ویلی کېدو د فابریکې ترڅنګ د غنمو، جوارو او نورو کرنیزو برخو کې ماشینونه جوړوی او اوس یې بهرنیو هېوادونو ته هم استوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید