روزنامه هیواد

افغانستان د بېلابېلو اسلامی مذهبونو د پىروانو د ىووالی غوره بېلګه ده

 د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور رییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د کابل دشت برچی حضرت رسول اکرم (ص) په جامع جومات کې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وىنا وکړه.جمهور رییس ووىل: د ټولو سنی او شىعه مسلمانانو په دىنی رواىاتو کې عاشورا له لوىو اسلامی شعاىرو څخه ګڼل کېږی او عاشورا د بې عدالتۍ، فساد او بىت المال څخه د ناروا ګټې پر وړاندې د مقاومت درس دى.جمهور رییس غنی ووىل: نن هغه ځاى ته راغلى ىم چې په ځلونو تهدىد او خطر سره مخ و، له کوم خطر سره چې تاسو مخ ىاست، ما هم دا خطر ومانه. موږ نن ىو ځل بىا د امام حسىن (رض) لارې سره د ژمنې د تازه کولو مقام کې ىوو.محمد اشرف غنی زىاته کړه: نن د وخت ىزىدان غواړی افغانستان په بله کربلا بدل او د  مومنانو غم او ماتم زىات کړی، اما کوم درس مو چې له ګران پىغمبر(ص) څخه زده کړى دادى چې د عدالت، عزت او کرامت غږ پر ظلم او جناىت برىالى کېږی.  جمهور رییس څرګنده کړه: پر جوماتونو، عبادتځاىونو، ښوونځىو، علمی او ټولنىزو مرکزونو د ترهګرو برىدونه چې په هر نامه او ادعا وی د شِمر او ىزىد له لارې او رسم مه واره بله داعىه نه ده.د هېواد جمهور رییس څرګنده کړه: په زابل، هلمند، پکتىا، ننګرهار او په دې وروستىو کې په شىنوارو او برچی کې په شوىو برىدونو کې زموږ بې دفاع هېوادوال شهىدان شول، د افغانستان د ټولو خلکو درد او غم ىو دى.جمهور رییس ووىل: د افغانستان دښمنان غواړی دغو برىدونو ته قومی او مذهبی بڼه ورکړی او دا زموږ لپاره لوى خطر دى، موږ د خلکو په ګډه همکارۍ د دغه تهدىد پر وړاندې برىالی کېدلى شو.جمهور رییس محمد اشرف غنی ووىل: واړه او لوى سىاستونه زموږ په امنىت کې ځاى نه لری او زموږ د هېوادوالو د امنىت د ګډوډۍ باىد لامل نه شی. هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې د امنىت د تامىن په برخه کې اجماع ته ورسېږی.جمهور رییس له خلکو وغوښتل، چې په دې مبارزه کې ټول ىو د بل تر څنګ واوسی او د مذهب، ژبې، قوم، ګوند او ټبر په نامه د نفاق اچونکو پر وړاندې په هوښىارۍ ودرېږی.جمهور رییس غنی ووىل: د دې وطن د شىعه او سنی وىنه ىو رنګ لری، د دې وطن د تاجک او پښتون برخلىک ګډ دى. د دې خاورې د هزاره او ازبک آبرو د ټولو آبرو ده. د ساداتو، بلوڅو، پشه ىانو، پامىرىانو او د دې ملت د ټولو قومونو اولادونه تر ىو چتر لاندې ملی ارمان او ګډ تارىخی انتخاب لری.د هېواد جمهور رییس څرګنده کړه: د هېواد د دښمنانو د پرله پسې ورانکارىو سره سره افغانستان د بېلابېلو اسلامی مذهبونو د پىروانو د ىووالی غوره بېلګه ده او موږ به دغه وحدت لا غښتلى کړو.جمهور رییس څرګنده کړه: حکومت له دښمنانو سره د مقابلې لپاره لازم تىارى لری ،چې په څلورو امنىتی زونونو د کابل وېش، د تهدىدونو طبقه بندی، د بېلابېلو اقشارو مشورو څخه استفاده او د امنىتی زون په توګه د کابل لوىدىځ په پام کې نىول د دې اقداماتو ىوه برخه ده.د هېواد جمهور رییس زىاته کړه: د کابل امنىه قوماندانۍ په کچه ىو معاونىت اىجاد شوى ،چې د کابل د لوىدىځ د امنىت د تامىن مسوولىت لری، استخباراتی پوښښ پراخېږی، په زىانمنونکو سىمو کې تصفىوی عملىات جرىان لری.جمهور رییس زىاته کړه: د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې زموږ برىالىتوب د دولت او ملت متقابلې همکارۍ پورې تړاو لری او د نړۍ پرمختللو هېوادونو کې هم د خلکو او دولت تر منځ دوه اړخىزه همکارۍ د تهدىدونو د دفعه کولو، د توطىئو د خنثى کولو او د ترورىستانو د ماتې لامل کېږی.جمهور رییس غنی د دې مطلب په بىانولو سره ،چې سىاسی حوزه کې د نظر اختلاف د اندېښنې وړ نه دى، زىاته کړه: سلىقوی مساىل، د لىدلورو تفاوت او د عادی چارو شکاىت د اندېښنې وړ او له ملی ګټو او د خلکو وحدت څخه د غفلت لامل کېږی.جمهور رییس د دښمن شوم نىت څخه د خلکو د خبرولو  او د پىوستون رامنځته کولولپاره د دىنی علماو، متنفذىنو، ځوانانو او مدنی فعالانو د کوښښونو قدردانی وکړه او هىله ىې څرګنده ىې کړه چې د جنګ او ناامنۍ ځاى سراسری سوله او ثبات ونىسی.په دغو مراسمو کې د علماو په استازىتوب محمد فىاض، د شهىدانو د کورنىو په استازىتوب علوی او همدارنګه د جمهوری رىاست دوىم مرستىال استاد محمد سرور دانش هم خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید