روزنامه هیواد

افغانستان د ایرانی زعفرانو پر واردولو بندیز ولګاوه

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یکشنبې په ورځ اعلام وکړ، چې افغان حکومت له بهرنیو هېوادونو څخه د زعفرانو واردات منع کړی دی. دا وزارت وایی ، چې ولسمشر محمد اشرف غنی ته یې وړاندیز کړی و،  چې د زعفرانو او د هغو د پیازو په وارداتو دې بندیز ولګوی او ولسمشر هم له دې وړاندیز سره موافقه وکړه. راپورونه وایی ، چې افغانستان ته له ایران څخه د ټیټ کیفیت زعفران راوړل کېږی، چې په نړۍ کې یې د افغانستان د زعفرانو ښه شهرت زیانمن کړی دی. خلک وایی، چې ایران قصداً خراب زعفران افغانستان ته رالېږی چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو شهرت ته تاوان واړوی.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویلی: (( د دې لپاره چې په وروستیو کلونو کې له بهره افغانستان ته د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات او قاچاق د ځینو ستونزو سبب شوی، له کبله یې د زعفرانو د کښت او صادراتو د ودې په لاره کې لوی خنډ پېښ شوى؛ د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات او په قاچاق راوړل د افغانستان د زعفرانو د کښت د پراختیا پر پروژې منفی اغېزه پرېباسی او د دې بوټی د تولید او ورسره د کروندګرو د لېوالتیا د کمېدو سبب کېږی.))

د کرنې وزارت همداراز ویلی: ((ولسمشر د افغانستان د زعفرانو د تولید د پراختیا، د ارزښت د زیاتېدا، په خپل حال د لوړ کیفیت د پاتې کېدو او د نړیوال ځای د ساتنې لپاره د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات منع کړی دی.))

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وایی، چې د افغانستان زعفران د کیفیت له نظره په نړۍ کې لومړى مقام لری، خو د بهرنیو بې کیفیته زعفرانو واردات د دې سبب شوی، چې د افغانستان د زعفرانو نړیوال اهمیت له خطر سره مخامخ شی.

د افغانستان د کرنې وزارت له معلوماتو سره سم، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د زعفرانو حاصل له درې نیم ټنو څخه ۱۰ ټنه او ۶۰۰ کیلو ته لوړ شوى دى او د کښت ساحه یې له یوزرو پنځوس هکتاره ۵ زره ۲۰۵ هکتارو ته پراخه شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید