روزنامه هیواد

افغانستان د اسلامی هېوادونو د فرهنګی چارو د ساتنې او څارنې د مشورتی کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری، د افغانستان په استازیتوب د اسلامی هېوادونو د فرهنګی وزیرانو په غونډه کې د فرهنګی چارو د ساتنې او څارنې په مشورتی کمېټه کې دوه کلن غړیتوب ترلاسه کړ.یاده غونډه چې د تونس په پلازمېنه کې جوړه شوې وه، په کې د ۴۴ اسلامی هېوادونو فرهنګی وزیرانو پر فرهنګی چارو خبرې وکړې.په غونډه کې پوهاند محمد رسول باوری په افغانستان کې سوله د اسلامی هېوادونو له همکارۍ پرته ناشونې وبلله او له دوى یې هیله وکړه چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.باوری زیاته کړه: په ۲۰۲۴ م کال کې کابل د فرهنګی مرکز په نوم نومول کېږی، نو هیله ده چې اسلامی هېوادونه او موسسې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړی.دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ م کال کې د غزنی ښار د فرهنګی میراثونو د مرکز په نامه نومول شوى و.د یادونې وړ ده چې پر فرهنګی چارو د څارنې او ساتنې په مشورتی کمېټه کې ٧ اسلامی هېوادونه غړیتوب لری چې افغانستان هم په کې دوه کلن غړیتوب ترلاسه کړ.  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید