روزنامه هیواد

افغانستان دسارک په سازمان کې ؛ سارک څرنګه سازمان دی؟

دلویدیځ له نفوذ څخه دخلاصون او په خپلو کې دهمکاریو د ډیریښت او پراختیا په موخه دسیمه ییزو مرستو له پاره دسویلی آسیا اتحادیه یا سارک سازمان دجوړولو لپاره په لومړی ځل دمیرمن ایندراګاندی له لوری مفکوره وړاندې شوه. خو په دی هکله لومړنی مثبت ګامونه دبنګله دیش له لوری اوچت شول چې په پای کې د ۱۹۸۵ م کال په دسمبر میاشت کې (اوو) هېوادونو لکه هندوستان، بنګله دیش، پاکستان بوتان، نیپال او د مالدیف واکمن استازی دبنګله دیش هېواد په پلازمینې (ډاکې)  ښارکې سره را ټول او د جنوبی آسیا دسیمه ییزو مرستو اتحادیه یا سازمان یی جوړ کړ.

اصلی موخه یې:

(لکه د اروپا په څیر) په جنوبی آسیا کې دیوی پراخی اتحادیی جوړول دی چې په خپلوکې اقتصادی مرستی وکړی. په دی اتحادیی کې دګډو اقتصادی ګټو له پاره کاری پروګرام طرح شو. یو مهال هندوستان لیوال و،چې په دی ګډو مرستو کې د سوداګری صنعت او انرژی چاری او مرستی هم شاملی شی، چې اوس مهال همدا پروګرام عملی شوی دی. دم ګړی دهندوستان، بوتان، نیپال بنګله دیش حتا تر ټایلند، فلپاین لاووس، ویټنام او برما پوری دغه سوداګری ښه پراخه شوی ده او چاری یی پرمخ ځی.

دهندوستان د ډیرو سکار و صنعت، سوداګری او دبرښنا دانرژۍ لړی ترنیپال پورې په رسمی ډول غځیدلی ده. په دی توګه د بنګله دیش دکنفو (سونډو) صنعت او سوداګری له پاکستان او هندوستان سره خورا پیاوړی شوی، دغه راز دپاکستانی توکو بازار اوس مهال بنګله دیش او افغانستان دی. په همدې توګه افغانستان د ۲۰۰۶ م کال دنوموړی سازمان په ناسته کې دشاهد یا څارونکی په توګه برخه اخیستی وه چې په ۲۰۰۷ م کال کې په هغه سازمان کې په رسمی ډول ور ګډ شو او اوس مهال ددی سازمان له ټولو امتیازاتو څخه لکه د نورو غړو هېوادونو په شان مساوی ګټه اخلی.

افغانستان په سارک کې:

جنوبی آسیا له جغرافیوی، سوداګریز او سیاسی پلوه له ځانګړی اهمیت څخه برخمنه سیمه ده، ددغی سیمې زیاتره هېوادونه په یو شان ستونزو او کړاوونو کې راګیر دی، چې له هغې جملی څخه دبې وزلی یا غربت، بې سوادی، دنفوسو زیاتوالی، په کرهنی او صنعتی برخوکې وروسته پاتی والی او نوری یادولای شو نو له دی کبله دجنوبی آسیا دهېوادونو مشران په دی لټه کې وو چې یو داسی سازمان جوړی کړی چې په کې به دسیمی دهېوادونو مشران سره کېنی او خپلی ستونزی به په شریکه حل کوی. په لومړی ځل دبنګله دیش ولسمشر ضیا الرحمن دجنوبی آسیاه دسیمه ییزو همکاریو د سازمان وړاندیزوکړ، خو دغه سازمان هله په رسمی توګه رامنځ ته شوی چې په ۱۹۸۵ کال د دسمبر په ۸ مه نیټه یی منشور د ۷ غړو هېوادونو هر یو سریلانکا، مالدیف بنګله دیش، هندوستان، بوتان، نیپال او د پاکستان دو مشرانو له خوا تصویب شو. دغه سازمان په خپله دیارلسمه غونډه کې چې په ډهاکې جوړه وه، د افغانستان غړیتوب ومانه چې وروسته بیا افغانستان په څوارلسمه غونډه کې چې په نوی ډیلی کې جوړه شوی وه، دیو دایمی غړی په توګه چې دویڼو حق به لری، ګډون کوی.

دسارک سازمان په منځ ته راتګ کې یوبل سیاسی لامل هم موجود وهغه دا چې پرسیمه دهند د اغیزو د زیاتیدو له امله د چېن په لمسون دجنوبی آسیا هېوادونو دیو داسی سازمان وړاندیز وکړ چې ټول غړی هېوادونه به یی دویټو حق ولری، په پیل کې هند دسارک دجوړیدو په هکله زړه او نا زړه و خو کله چې دهند نورو شپږو ګاونډیانو دسارک جوړیدل ومنل نو هند هم خپله خوښی وښودله تراوسه پوری هند په سارک کې د زیات نفوس، پیاوړی اقتصاد، ستر پوځی ځواک او پراخ قلمرو په درلودلو سره مخکښ رول لوبوی.

سارک دنفوسو له پلوه په نړۍ کې تر ټولو لوی سیمه ییز سازمان دی چې تقریباً له ۱٫۵ میلیاردو څخه زیات خلک پکې ژوند کوی خو په خواشینۍ سره دی سازمان دخپلو موخو په ترلاسه کولو کې دپام وړ پرمختګ نه دی کړی او په اوس وخت کې عملی اقداماتو ته اړتیا ده. کارپوهان او سیاسی شنونکی وایی: ددې لپاره چې دغه سازمان لا ډیری لاس ته راوړنی ولری نو باید دهند او پاکستان ترمنځ اړیکو کې ښه والی راشی. دسارک غړی هېوادونه په لاندنیو برخوکې له یو بل سره همکاری کوی:

هدفونه:

  1. زراعت او دلرې پرتو سیمو پراخوالی.
  2. روغتیا، ګڼ نفوس او غربت،
  3. دښځو وضعیت، ځوانان او ماشومان.
  4. چاپېریال او دځنګلونو ساتنه.
  5. دساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې.
  6. دبشری صنایعو وده.
  7. دټرانسپورت په برخه کې.
  8. دمصیبتونو په وخت کې یوله بل سره همکاری،
  9. دترهګرۍ له منځه وړل،
  10. کلتوری همکاری،
  11. دنېشه یی توکو دکنټرول په برخه کې.

دسارک د سازمان منشور ددې سازمان موخې په لاندی ډول په ګوته کوی:

  1. دجنوبی آسیا د خلکو هوساینی ته وده ورکول او د ژوندانه سطحه یې لوړول،
  2. په سیمه کې د اقتصادی ودې ګړندی کول، ټولنیزه او کلتوری پرمختیا او دسیمی خلکوته دباعزته ژوند کولو زمینه برابرول.
  3. خود کفایی ته وده ورکول.
  4. دخپلمنځی اعتماد رامنځ ته کول او یو دبل له ستونزو څخه ځان خبرول
  5. په اقتصادی، ټولنیزو، فرهنګی تخنیکې او ساینسی برخو کې دغړو هېوادونو ترمنځ فعالی همکاری ته وده ورکول.
  6. له نورو مخ پروده هېوادونو سره دهمکاریو زیاتول.
  7. دعامه ګټو پر بنسټ خپلمنځی همکاریو ته وده ورکول.
  8. له ټولو هغو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره همکاری کول چې سارک ته ورته موخی (اهداف) لری،

دسارک اداری تشکېل کلنۍ غونډه:

دا په سارک کې تر ټولو با صلاحیته غونډه ده چې په کال کې یوځل جوړیږی او کوربه هېواد یی دغونډی مشری پرغاړه لری.

دبهرنیو چارو د وزیرانو ټولنه (کونسل)

دسارک دغړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په کال کې دوه ځله پرله پسی غونډی لری چې دا غونډې دغړو هېوادونو دمشوری پربنسټ زیاتیدی هم شی.

دسارک سکرټریټ:

دسارک سکرتریت د نیپال په ګټمندوښارکې واقع دی، چې دسارک د سازمان پر ټولو فعالیتونو دڅارنې له مسئولیت سره سره ددی سازمان دغړو هېوادونو او له نورو سیمه ییزو سازمانونو سره دخبرو اترو لپاره د زمینی دبرابرولو مسئولیت هم پرغاړه لری. د دغه سکرتریت مشر دالف یی دنورو له مخی دغړو هېوادونو دبهرنیو چارو د وزیرانو دشورا له خوا د درېوو کلونو لپاره ټاکل کېږی چې اووه مرستیالان لری او دسارک غړی هېوادونه د دسمبر اتمه دسارک دمنشور د ورځی په توګه لمانځی.

دسارک رئیس د درېوو کلونو لپاره دعمومی سکرتریت له خوا ټاکل کېږی خو د یوڅه وخت لپاره کېدای شی د نورو غړو هېوادونو په مشوره دانیټه دعمومی سکرترله خوا تمدید هم شی.

دسارک په ساحه کې دویزی د آزادولو پلان:

دغه پلان په ۱۹۸۸ کال کې دسیمی دخلکو ترمنځ د اړیکو دلازیاتیدو په موخه منځ ته راغی چې له ۱۹۹۲ کال نه را په دی خوا یی عملی بڼه غوره کړه او تراوسه یی ددغه پلان له مخی ۲۹۰۰ ویزی ورکړی دی، هغه کسان چې له دی پلان څخه ګټه اخیستلی شی عبارت دی له: قاضی القضات، دولسی جرګی غړی، دکابینی وزیران، دسارک سازمان عمومی منشی او رئیس، دسوداګرۍ خونو مشران او د دوی دکورنۍ غړی چې عمر یی له ۱۸ کلونو څخه کم وی. دسارک سازمان له ۱۴ می غونډی نه مخکې د نوموړی سازمان دبهرنیو چارو د وزیرانو کمیټی یوه اعلامیه ترتیب کړه چې دهغی له مخی به دسارک د هرغړی هېواد ژورنالیستانو نه ۵۰ دسارک نښانونه ورکول کېږی چې ددی نښانونو په اساس به دوی کولای شی په جنوبی آسیا کې آزادتګ را تګ وکړی. دهندوستان د وخت لومړی وزیر من موهن سنګ دخپل هېواد له اړخه اعلان وکړ چې دوی تیار دی دسارک غړو هېوادونو زده کوونکې، استادان، څیړوونکې، ناروغان او ژورنالیستان پرته له کوم خنډ څخه سفر وکړی. من موهن سنګ زیاته کړه چې دجنوبی آسیا هېوادونه دی دپرمختیایی پروګرامونو پرځای دموجودو پروګرامونو دعملی کولو لپاره کار وکړی.

دسارک دغړو هېوادونو دپارلمانی مشرانو او دوکېلانو ټولنه:

دلومړی ځل لپاره دسارک د غړو هېوادونو پارلمانی مشرانو په سریلانکا کې د ۱۹۹۲ کال په جون میاشت کې یوه غونډه لرله په غونډه کې یی پریکړه وکړه چې دسارک دغړو هېوادونو دپارلمانی مشرانو او وکېلانو په نامه یوه ټولنه جوړه کړی چې له هغه وخت نه راپه دی خوا دوی دغړو هېوادونو دعامه ګټو په اړه دخبرو اترو لپاره پرله پسی غونډی کړی دی.

دسارک دسوداګری او صنایعو خونې:

دا خونی د ۱۹۹۲ کال د دسمبر په میاشت کې منځ ته راغلی او مرکز یی دپاکستان په (کراچۍ) ښارکې دی، همدا راز نور سیمه ییز دفترونه یی دسارک په غړیو هېوادونو کې دی چې موخه یی دسوداګری او اقتصاد په برخه کې سیمه ییزو همکاریو ته وده ورکول دی.

دسارک بودجه:

دجنوبی آسیا پرمختیایی بودجه یا SADF په ۱۹۹۶ کال کې منځ ته راغله چې موخه یی د سارک په غړو هېوادونو کې دپرمختیایی پروژو پرمخ بېوول دی. دسارک لپاره دجاپان هېواد ځانګړی بودجه لری. نوموړی هېواد دغه سازمان په ساحه کې  د پروګرامونو مالی لګښت په غاړه اخلی. دجاپان هېواد ځانګړی بودجه، چې دسارک لپاره یی په پام کې نیولی له دوو لارو څخه لګیږی: اول دهغو پروژو او پروګرامونو مالی لګښت په غاړه اخلی چې دسارک له خوا ترسره کېږی او دوهم هغه پروژی دی چې دجاپان دحکومت له خوا په نیغ ډول ترسره کېږی.

اقتصادی همکاری:

له شپږو کلونو غونډو څخه را په دی خوا د سارک هېوادونو په خپلو خبرو اتروکې د یی وزلۍ یا غربت له منځه وړلو ته د لومړیتوب حق ورکوی، نو ددی لپاره یی په جنوبی آسیا کې دبی وزلی دکمولو یو کمیسیون جوړ کړ چې په کې دغربت لاملونه وڅیړی او دکموالی لپاره یی یوه ستراتېژی او دحل لاری ولټوی او ددوی وړاندیزونه او تفصیلی رپوټ کلنی غونډی ته وړاندی کړی.

دترهګرۍ پرضد مبارزه:

دسارک غړو هېوادونو په خپله دریمه کلنی غونډه کې چې په کټمنډو کې جوړه شوی وه د ترهګری د ځپلو لپاره یی دسارک سیمه ییز کنوانسیون لاسلیک کړ چې د ۱۹۸۸ کال د اګست له ۲۲ می نیټی څخه را وروسته یی عملی بڼه غوره کړه. په دی کنوانسیون کې دترهګری پرضد مبارزه باندی ټینګار کېږی. دسارک د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران به هر کال په دی هکله ناستی ولری چې له یو بل سره معلومات تبادله کړی او دترهګرۍ په اړه له ټولو معلوماتو څخه ځان باخبره وساتی، ترڅو ددقیقو او مؤثقو معلوماتو په رڼاکې دترهګری دځپلو لپاره یوه سټراتېژی ولری.

دسارک پراختیا:

سارک په خپله دیارلسمه غونډه کې چې په ډاکه کې جوړه شوې وه، دیوی اعلامیی په صادرولو سره افغانستان د دایمی غړی په توګه د منلو تیاری وښوده، چې دی غونډی ته دپاکستان له خوا دچېن هېواد وړاندیز وکړ چې یا دې دڅارونکی په توګه او یا دی د دایمی غړی په توګه په سارک کې شامل شی، ورپسی هند دجاپان په اړه وړاندیز وکړ چې په سارک کې دڅارونکی په توګه شامل شی چې په دی کې دهند موخه دا وه، چې دچېن په مقابل کې موازنه وساتی او ټینګار یی کاوه چې دغه هېواد ددغه سازمان په پرمختیایی پروژو کې له دوی سره مالی مرسته کوی.

په همغی غونډی کې د ایران دبهرنیو چارو د وخت وزیر کمال خرازی د سارک په سازمان کې دغړیتوب غوښتنه وکړه او زیاته یی کړه چې په دی سره به ایران دجنوبی آسیا هېوادونه دختیځ او لویدیځ له هېوادونو سره وتړی دا په داسی حال کې وه چې په ایران باندی د اتومی دوسیی له امله بندیزونه لګول کېږی.

دجنوبی آسیا له هېوادونو سره دچېن د اقتصادی او ستراتېژیکو اړیکو پراخوالی ددی لامل شو چې چېن دسارک سازمان په خپله دیارلسمه غونډه کې دڅارونکې غړی په توګه ومنی. هند کوښښ کاوه چې په سارک کې دڅارونکې په توګه د چېن دغړیتوب مخنیوی وکړی خو هند په دی کار بریالی نه شو، ځکه چې دسارک نورو غړو هېوادونو یی ملاتړ ونه کړ یوازی بوتان چې له چېن سره یی اړیکې خرابی دی، دچېن پرخلاف رایه ورکړه، بله خوا دهند په مقابل کې نیپال مخالفت کاوه چې که چېری هند دچېن له مخالفت څخه لاس وانه خلی نو نیپال به د افغانستان غړیتوب چې دهند له لوری یی په سارک کې د دایمی غړی په توګه وړاندیز شوی و، ویڼو کړی. همدارنګه دسارک نور غړی هېوادونه لکه پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا هم دنیپال تر شاودریدل او له هندنه یی وغوښتل چې نور دچېن په وړاندی له مخالفت څخه لاس واخلی.

دسارک ۱۸ مه غونډه:

یاده غونډه لږی ورځی ترمخه دنیپال په مرکز کتمندو کې دنوامبرپه ۲۵ مه د ۱۳۹۳ ل کال دلیندی میاشتی په ۴ مه نیټه جوړه شوه او په هغې کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی ګډون کړ او د اقتصادی او نیمه چارو د سم سمبالښت او دسوداګری دتبادل او دراکړی ورکړی په اړه یی دخبرو سرټکې (آجندا) وه.

داخیستلو ځایونه:

  1. دسیمه ییزو مطالعاتو مجله د افغانستان د علومو اکادمی د ۱۳۸۸ ل کال دوهمه ګڼه.
  2. دستوری مجله، د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت نشریه د ۱۳۸۹ ل کال دوهمه ګڼه.
  3. دسارک سازمان په سیمه کې علمی تحقیقی، نما(( مقاله دقریشی)) لیکنه.
  4. ۴-   (افغانستان دسارک په سازمان کې) اتحادیه آسیای جنوبی برای همکاری های منطقوی سارک

عبدالهادی «قریشی»

ممکن است شما دوست داشته باشید