روزنامه هیواد

افغانستان ته د ایران د زعفرانو  قاچاق د هراتی زعفرانو پر بیې منفی اغېزه کړې

هرات ولایت ته دایران دبې کیفیته زعفرانو غیرقانونی واردول او قاچاق دمسوولینو داندېښنې سبب شوی دی .  دغه مسوولین وایی چې له ایرانه دزعفرانو غیرقانونی واردولو دافغانستان د زعفرانو پر بیې   منفی اغېزې  کړې دی . دکرنې او اوبو لګولو وزیر دهرات ولایت ته دسفر  په بهیر کې  وویل: له ایرانه د زعفرانو غیرقانونی واردول، نه یواځې د زعفرانو پر بیې  ناوړه اغېزه کوی، بلکې  په نړیوالو بازارونوکې زموږ د زعفرانو نوم او کیفیت  ته هم زیان رسوی .  ده وویل : په کابینه کې به وړاندیز  وکړم  چې د زعفرانو واردات په بشپړه توګه بند شی .  تراوسه جوته نه ده چې دایران څومره  زعفران په غیرقانونی ډول هرات ته را واردشوی .  دهرات ولایت سیمه ییز  مسوولین وایی چې په هند او چین کې د افغانستان د زعفرانو دګمرکی محصول   د معافولو په دلیل   یوشمېر کسان او افغان ټولنې  هلې ځلې کوی  چې  دخپلو ګټو د تامینولو لپاره دایران زعفران د افغانستان له لارې نړیوالو بازارونو ته صادر کړی .  دهرات والی محمد آصف رحیمی وایی چې دغه مسئله  په دغه ولایت کې دزعفرانو دبیې دکمښت سبب شوې ده .  ده زیاته کړه: زعفران په بېلابېلو  ډولونودقاچاقو اویا درسمی بندرونو له لارې وارد شوی او موږ هم خپلو سرحدی ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې افغانستان ته دزعفرانو د واردولو مخه ونیسی .  هرات ولایت ته په غیر قانونی ډول دایران د زعفرانو واردول په دغه ولایت کې دزعفرانو دکروند ګرو دجدی اندېښنې سبب شوې دی .  دافغانستان زعفران ښه نړیوال  نوم او مقام لری او دهرات زعفرانو درې ځلې په نړۍ کې  لومړى مقام ګټلى دى.              باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید