روزنامه هیواد

افغانستان تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې په ښه دریځ کې دی

ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: افغانستان تر بل هر وخت زیات تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې دی.ښاغلی غنی دغه څرګندونې سه شنبه ماښام په ارګ کې د ولسی جرګې له مشر او یو شمېر غړیو سره په کتنه کې وکړې.نوموړی په خپلو خبرو کې د افغان سولې په هکله د ناټو پرېکړه یو فرصت وباله، چې پز وینا یې اوس به یو اساسی حل ته د رسېدو لپاره جدی مذاکرات پیل شی.نوموړی زیاته کړې: (( افغانستان نسبت بل هر وخت ته ان شاءالله تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو برخه کې په غوره موقف کې دی…دا یو فرصت دی په ځانګړې دول د ناټو  پریکړه چې فیصله یې ونه کړله،یو لوی پیغام دی چې ان شاءالله د هغه خلکو ادعاګانې چې غوښتل یې خلک ورته په نانواتو ولاړ شی او په تسلیمی ختمېږی.اوس به ان شاءالله جدی مذاکرات چې یو حل ته ورسېږو زمینه به ورته برابره شی.))د ناټو عمومی منشی ینس ستولتنبرګ څو ورځې مخکې د افغانستان په هکله د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته څرګنده کړه، چې د دې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا اېستلو په هکله تصمیم نه دی نیولی.په ورته وخت د ولسی جرګې رییس میر رحمان رحمانی په دې غونډه کې د سولې خبرو کې د ځنډ پړه پر طالبانو واچوله او وې ویل، چې طالبان د خبرو د درېدو اصلی لامل دی.نوموړی وایی: طالبانو د داسې شرایطو په اېښودلو سره چې نه د افغانستان خلکو ته د منلو دی او نه هم د سولې د راتګ لامل کېږی، د سولې د خبرو میز یې پرېښی او په دې لټه کې دی، چې د خپلې ډلې ګټې په خلکو وتپی.افغان چارواکی په داسې مهال دغه څرګندونې کوی ، چې لا وړمه ورځ له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچی پلاویو د مشرانو او غړیو تر منځ غونډه شوې.دواړو لوریو ویلی، چې خبرې به دوام ولری او مذاکراتی ټیمونه به د اجندا د موضوعاتو په ترتیب خپلو غونډو ته دوام ورکړی.د یادونې وړ ده چې ولسمشر غنی وړمه ورځ له یو شمېر سیاسی مشرانو، محمد محقق، محمد کریم خلیلی او محمد یونس قانونی سره هم په جلا جلا ډول کتلی او خبرې یې ورسره کړی دی.

د ارګ د معلوماتو پر اساس په دې غونډو کې د سیاسی اجماع، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د تاوتریخوالی سملاسی پای ته رسولو په هکله خبرې شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید