روزنامه هیواد

افغانستان باید د بهرنیو هېوادونو د تپل شویو جګړو مرکز نه وی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د چهارشنبې په ماښام د کابل د غربی څنډې له ګڼ شمېر متنفذینو، علماوو او ځوانانو سره د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.په دغه کتنه کې د علماوو په استازیتوب ډاکټر محمد اصف حکمت او د ځوانانو په استازیتوب قوت علی فکرت خبرې وکړې او د محرم او د حضرت حسین رض او د هغه د یارانو د شهادت د تسلیت ویلو تر څنګ یې د امنیت، بیکارۍ، بوختیا، بېوزلۍ، روغتیا او د خلکو د ټولنیز حالت د بهبود په برخو کې د خلکو ستونزې بیان کړې.ویناوالو په امنیتی حوزو کې د اصلاحاتو او تشکیل د زیاتېدو، د ۱۸او ۱۳حوزو د ودانۍ جوړولو، د کابل غربی څنډه د استخباراتی پوښښ لاندې نیولو، د ځانګړی ولسی قطعې د ایجاد، د امنیتی چیک پواینټونو زیاتولو، د ولسی کمېټې جوړولو، د امبولانس او اطفایی تخصیصولو او د ښاری ماسټر پلان په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.هغوى خلکو سره د حکومت له همکارۍ او د محرم په میاشت کې د امنیتی آسانتیاوو د چمتو کولو په خاطر مننه وکړه او د حکومت او خلکو ترمنځ یې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ. ویناوالو له تروریزم سره مبارزه ضروری وګڼله او په دې کار کې بریالی کېدل یې د خلکو او حکومت ترمنځ همکارۍ پورې اړوند وبلل.ویناوالو څرګنده کړه: دا مهال جنګی تاکتیکونه بدل شوی، دښمن له امنیتی ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې، ځکه خو په هر ځاى کې خلک په نښه کوی.هغوى وویل: دښمن په خپلو شومو پلانونو، د ویرې فضا په ایجاد او تروریستی بریدونو سره غواړی د افغانستان د خلکو ترمنځ قومی او مذهبی تفرقې ته لمن ووهی، نو په کار ده چې حکومت او خلک د امنیت د ښه والی په خاطر په ګده کار وکړی.د هېواد جمهوررییس په خپلو خبرو کې حاضرینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د محرم او د حضرت حسین رض او د هغه د یارانو د شهادت په خاطر د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه: حضرت حسین رض د ظلم پر وړاندې د عدالت کرښه راکاږله.جمهوررییس وویل: د افغانستان د خلکو ترمنځ همپالنه او یووالى بېسارى دى، د شیعه توکمو په نښه کول د منلو نه دی او باید د تروریستانو د دغه غیر اسلامی او غیر انسانی عمل پر وړاندې هر اړخیز ګامونه پورته شی.هغه زیاته کړه: له همدې امله دغه هدف ته د رسېدو په خاطر جدی اراده او تصمیم لرو، ځکه خو د کابل په امنیتی برخه کې بدلونونه راغلى دى. جمهوررییس له امنیتی ځواکونو سره د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ددغې همکارۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.جمهوررییس غنی وویل: د کابل امنیت له ټیکه دارۍ او خپلوۍ پاللو سره مخ وو، خو اوس حالت بدل شوی او باید واسطه بازی، بی کفایتی او د ناکاره او بې ظرفیته خلکو حضور په کې ختم شی.هغه له خلکو وغوښتل چې د امنیتی ځواکونو په کړنو څارنه وکړی، د هرې حوزې آمر یا امنیتی شخص چې کفایت ونه لری باید په نښه شی او په دې برخه کې یې د خلکو هر اړخیزه همکاری وغوښته.جمهوررییس د کابل امنیه قوماندان ته لارښوونه وکړه چې د امنیتی حوزو د اصلاح لپاره ګامونه پورته کړی، په شرایطو برابر خلک تشخیص او په دغو برخو کې وګوماری. همدارنګه یې هغه ته لارښوونه وکړه چې د ۱۳ او ۱۸حوزو د ودانیو وړاندیز ترتیب او د دولت د بنایی څانګه دې د جوړولو اقدام وکړی.جمهوررییس محمداشرف غنی د ملی امنیت عمومی ریاست ته لارښوونه وکړه چې د کابل د غربی څنډې د استخباراتی پوښښ په برخه کې دې د خلکو په ګډون د ګذر وکیلانو، متنفذینو او کسبګرو سره یوې نتیجې ته ورسېږی.  همدارنګه یې لارښوونه وکړه چې د کابل غربی څنډې ته دې ۱۰عرادې امبولانسونه او د اړتیا وړ اطفایه ورکول شی.جمهوررییس د ولسی قطعې د ایجاد، د کابل په غربی څنډه کې د جناح روغتون د جوړولو او همدارنګه د تلاشۍ پوستو د زیاتېدو په اړه وویل: په دې برخه کې لا زیاتو ارزونو او بحث ته اړتیا لیدل کېږی.جمهوررییس ټینګار وکړ: افغانستان د هېڅ هېواد د نیابتی جګړو میدان نه دى، چې زموږ ملی وحدت زیانمن کړی، د دغه نیابتی جنګ مخه باید ونیول شی. هر افغان چې په درېیم هېواد کې جنګېږی د افغانستان د جزا د قانون په اساس د جرم مرتکب شوی دی.هغه زیاته کړه: دا مهال د افغانستان د خلکو په ضد سرتاسری جګړه روانه ده چې موخه یې زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو کمزوری کول دی، په کار ده چې زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو په اړه یوه غیر سیاسی اجماع رامنځته شی.جمهوررییس وویل: زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه دا مهال له خپلې خاورې څخه د دفاع وړتیا لری او دښمن تر اوسه خپل هدف چې غوښتل یې ځینو ولایتونو ته سقوط ورکړی، نه دى رسېدلى او داعش په ننګرهار کې له ماتې سره مخ شوی دی.جمهوررییس محمداشرف غنی وویل، داعش ته باید له فکری پلوه ماتې ورکړو او د اهل تسنن او تشیع علماوو څخه یې وغوښتل چې په دې اړه یوې اجماع ته ورسېږی.جمهوررییس غنی وویل: اوسنى جنګ څو اړخیز دى چې زموږ ملی وحدت، ملی وفاق، د قانون حاکمیت، امنیتی او دفاعی ځواکونه او زموږ خلک په نښه کوی، اوسنى جنګ د پخوانیو جګړو خلاف هېڅ اصول نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید