روزنامه هیواد

افغانستان او پاکستان په لوړه کچه  د همکاریو پر زیاتېدو موافقه وکړه

د افغانستان د بهرنىو چارو مرستىال وزىر ادرىس زمان د دوشنبې په ورځ د پاکستان د  باندنىو چارو له وزىر سره د دواړو هېوادونو پر اړىکو او پاکستان ته د ولسمشر غنی پر کېدونکی سفر خبرې وکړې.ښاغلى زمان د سولې او پىوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللى دى.د دغه پلان ىا مېکانېزم په چوکاټ کې دواړو هېوادونو موافقه کړې چې پر دىپلوماتىکو، اقتصادی او تجارتی مسئلو او د کډوالو د بېرته راستنېدو پر چارو او همداراز په پوځی او استخباراتی همکارىو خبرې کوی.د پاکستان د بهرنىو چارو وزارت په خبرپاڼه کې وىلی چې ښاغلىو قرىشی او زمان د دوو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د اړىکو او همکارىو پر زىاتېدو سلا وکړه.له دې کتنې مخکې د سولې او پىوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په غونډ‌ه کې ښاغلی زمان د افغان پلاوی او ښاغلی قرىشی د پاکستانی پلاوی مشری وکړه.قرىشی له ادرىس زمان سره په کتنه کې ووىل: «دا ډول غونډې دواړو خواوو ته فرصت برابروی چې د عمل پلان د مېکانېزم له جوړېدو راوروسته د دواړو خواوو ترمنځ شوی پرمختګونه وارزوی او په هغو برخو کې چې د همکارۍ موافقه پرې شوې نوره همږغی رامنځته شی.»د سولې او پىوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د ۲۰۱۸ م کال په مې مىاشت کې جوړ شو ،چې له دې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړىکې ښې، اختلافی مسئلو ته حللارې وموندل شی او دوه اړخىزې اړىکې پراخې شی.دا مېکانېزم ۵ کاری ډلې لری؛ سىاسی- دىپلوماتىک، د پوځونو ترمنځ همږغی، استخباراتی همکاری؛ اقتصاد او د کډوالو چارې.

ممکن است شما دوست داشته باشید