روزنامه هیواد

افغانستان او پاکستان د باور جوړونې نوی پړاو ته رسېدلی

د همغږۍ او سولې لپاره د پاکستان او افغانستان تر منځ د کاری ګروپونو لومړنۍ غونډې په کابل کې په کار پیل وکړ.افغانستان او پاکستان له ترېنګلو اړیکو وروسته، اوس د باور جوړونې نوی پړاو ته رسېدلی دید دواړو هېوادونو کاری ډلو د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارتونو د لوړ پوړو پلاوو په کچه په کابل کې په کار پیل وکړ.ټاکل شوې چې دا کاری ډلې د کابل او اسلام آباد د عمل پلان په چوکاټ کې د همغږۍ او سولې پر ټینګښت کار وکړی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی د دغې غونډې په پیل کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، خبریالانو ته وویل ، چې په دې غونډه کې د عمل د ګډ پلان د تطبیق په میکانېزم خبرې کېږی.د ده په وینا: دوی به په پنځو کمېټو کې
د سیاسی اړیکو، کډوالۍ او دغه شان پوځی، امنیتی او اقتصادی برخو کې کار کوی
.دی وایی: (( د دې غونډې هدف دا دی، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور جوړونې او اړیکو په برخه کې پرمختګ رامنځته شی او په افغانستان کې د روانې جګړې د بندولو په برخه کې له پاکستانه په بېلابېلو برخو کې همکاری وغوښتل شی.))د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د عمل ګډ پلان تازه وروستى شوی دی .د دواړو هېوادونو تر منځ د عمل ګډ پلان کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسی د سفر پر مهال چې د روان کال د حمل ( وری ) په میاشت کې تر سره شو، ډېر د پام وړ وګرځېد.د پاکستان صدراعظم هغه وخت له ولسمشر غنی سره په کتنه کې هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ملی امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران دې د دواړو هېوادونو د عمل د ګډ پلان پر جوړولو کار پیل کړی.پاکستان هغه هېواد دی چې افغان حکومت پرېله ترهګرو د ملاتړ په خاطر، تل انتقاد کړی دی.کابل له دې وړاندې حتی هغه هېواد ته په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو لېست سپارلى و، تر څو پر وړاندې یې اقدامات و کړی، خو پاکستان تل دا ټېنګار کړی چې له ترورېستی ډلو سره مبارزه کوی.له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه جوړې شوې غونډې ته وویل: ډاډه ده چې د دغو کاری ګروپونو په کار سره به د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې ستونزې هوارې شی. نوموړې زیاته کړه: (( موږ له دې لارې دا تمه لرو چې پاکستان او افغانستان به په سیمه کې د اقتصاد، ثبات او د سولې د ټینګښت په برخه کې په ګډه پرمختګ کوی، موږ د خپل پلاوی له اړخه دا ډاډ څرګندوو چې د دې بهیر د پرمختګ لپاره به په ژمنتیا سره اقدام کوو.))نوموړې وویل: په داسې حال کې چې په پاکستان کې انتخابات کېږی، کابل ته د پاکستانی پلاوی دا سفر د اړیکو د ښو کېدو په برخه کې د هغه هېواد ژمنتیا ښیی، خو د سیاسی چارو کارپوه بشیر هاتف له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان په داشان خبرو سره غواړی چې افغان دولت او نړیواله ټولنه بوخته کړی.د ده په وینا: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان  له دښمنۍ ډک سیاست اوس هم دوام لری او تر کومه چې پر دغه هېواد نړیوال فشارونه زیات نه شی، د کابل پر وړاندې به د اسلام آباد سیاست هم بدل نه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید