روزنامه هیواد

افغانستان او هند دواړه د پاکستانی ترهګرۍ تر ګواښ لاندې دی

په کابل کې د هند سفىر وىنی کمار په تازه بىان کې وىلی ، افغانستان او هند دواړه په پاکستان کې له موجودو ترهګرو تر ګواښ لاندې دی.

هغه پر پاکستان غږ کړى چې د ترهګرو پر ضد کلک اقدامات وکړی، ځکه چې نه ىوازې افغانستان او هند بلکې ټوله سىمه ىې ګواښلې ده.

ښاغلی کمار په افغانستان کې د سولې او ستراتىژىکو مطالعاتو مرکز ته په وىنا کې وىلی، له تېرو درېـىو- څلورو کلونو راهىسې د ترهګرو لپاره تکىه ګاه موجوده ده چې افغانستان او هند ىې په ګډه اغېزمن کړی دی: (( زموږ سوله په افغانستان کې خوندی ده، ځکه خو موږ ټول په افغانستان کې د سولې لپاره د ىو مېکانیزم په جوړولو کې مرستې ته چمتو ىوو.))

ښاغلی کمار همدا راز ووىل، جنوبی آسىا هم د نورو هېوادونو په څېر سوله، ثبات او هوساىنه ترلاسه کولى شی اود دې لپاره اړتىا ده چې له ترهګرۍ څخه په پاک چاپېرىال کې اړىکې ټىنګې کړاى شو.  هغه دغه راز د سىمې د ښو اړىکو د ټىنګښت لپاره اقتصادی راکړه ورکړه مهمه وبلله او زىاته ىې کړه د هند بهرنۍ پالیسی د ګاونډىو هېوادونو سره د ښو اړىکو ساتلو پر بنىاد ولاړه ده.

ښاغلی کمار زىاته کړه، هند له افغانستان سره د بىارغونې په برخه کې د ۳  میلىارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې له دې څخه ىې تر اوسه له ۲  میلىارده ډالرو زىاتې پىسې پر افغانستان لګولې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید