روزنامه هیواد

افغانستان او آیرلېنډ به لومړنۍ ټېسټ لوبه وکړی

افغانستان او آىرلېنډ، چې تېر کال د کرېکټ نړىوالې شورا بشپړ غړىتوب ىا د ټېسټ لوبو مقام ورکړ، د لومړی ځل لپاره په خپل منځ کې ټېسټ سىالۍ کوی. افغانستان او آىرلېنډ به راتلونکى کال په هندوستان کې ىوه ټېسټ، درى ۲۰ اوریزې او ۵ ىو ورځنۍ سىالۍ وکړی. دا سىالۍ به غالباً په راجىو ګاندی نړىوال لوبغالی کې د فبرورۍ – مارچ ترمنځ وشی. دواړو هېوادونو له کله چې د ټېسټ لوبو اجازه ترلاسه کړې، ىوازې ىو ځل ټېسټ سىالی کړې ده. افغانستان سږ کال له هند سره ټېسټ سىالی وکړه خو افغان لوبغاړی ښه ونه لوبېداى شول. د افغانستان په پرتله آىرلېنډ له پاکستان سره ښه ټېسټ سىالی وکړه. په تېرو څو مىاشتو کې د افغانستان ملی ټىم ځىنې تکړه لوبغاړی
موندلی چې د ټېسټ سىالىو لپاره مناسب دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید