روزنامه هیواد

افغانستان، سیمه او نړۍ له یوې ترهګرۍ ګواښل کېږی!

دا یوازې افغانان نه دی، چې په خپل ګاونډ کې له پاکستانی ترهګرۍ شکایت کوی، بلکې د سیمې او نړۍ او آن د ناټو په مشرۍ د امریکا چارواکیو ته هم دا مسئله مالومه ده، چې د پاکستانۍ ترهګرۍ له لاسه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې وېره ده، دا مسئله که څه هم کلونه وړاندې افغانانو راپورته کړې او له پاکستانی ترهګرۍ یې آن ملګرو ملتونو ته هم شکایت کړى، خو د سیمې او نړۍ هېوادونه هم دا ستونزه یادوی او د امریکا په مشرۍ له ناټو او ترهګرۍ ضد نورو ارګانونو غوښتنه کوی، چې د دې ترهګرۍ پرضد ګډ ګام پورته کړی، ځکه د همدې ترهګرۍ له لاسه په ګډه ګواښل کېږو او دا درد او وېره مو له یوه ځایه سرچینه اخلی!هندوستان هم د افغانانو په څېر له پاکستانی ترهګرۍ شکایت کوی، تازه په تازه په کابل کې د هند سفىر وىنی کمار په بىان کې وىلی: په  پاکستان کې د ترهګرو تکىه ګاه موجوده ده، چې افغانستان او هند ىې په ګډه اغېزمن کړی دی: (( افغانستان او هند دواړه په پاکستان کې له موجودو ترهګرو تر ګواښ لاندې دی.!)) هغه پر پاکستان غږ کړى چې د ترهګرو پر ضد کلک اقدامات وکړی، ځکه چې نه ىوازې افغانستان او هند، بلکې ټوله سىمه ىې ګواښلې ده. ښاغلی کمار په افغانستان کې د سولې او ستراتىژىکو مطالعاتو مرکز ته په وىنا کې وىلی، له څو کلونو راهىسې د ترهګرو لپاره تکىه ګاه موجوده ده چې افغانستان او هند ىې په ګډه اغېزمن کړی دی: (( زموږ سوله په افغانستان کې خوندی ده، ځکه خو موږ ټول په افغانستان کې د سولې لپاره د ىو مېکانېزم په جوړولو کې مرستې ته چمتو ىوو.)) ښاغلی کمار همدا راز ووىل، جنوبی اسىا هم د نورو هېوادونو په څېر سوله، ثبات او هوساىنه ترلاسه کولى شی او د دې لپاره اړتىا ده چې له ترهګرۍ څخه په پاک چاپېرىال کې اړىکې ټىنګې کړاى شی.  هغه دغه راز د سىمې د ښو اړىکو د ټىنګښت لپاره اقتصادی راکړه ورکړه مهمه وبلله او زىاته ىې کړه، چې د هند بهرنۍ پالېسی د ګاونډىو هېوادونو سره د ښو اړىکو ساتلو پر بنىاد ولاړه ده. ښاغلی کمار زىاته کړه، هند له افغانستان سره د بىارغونې په برخه کې د ۳  میلىارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې له دې منځه ىې تر اوسه له ۲  میلىارده ډالرو زىاتې پىسې پر افغانستان لګولې دی. د ښاغلی کمار اندېښنه پر ځاى ده، دا د افغانستان او هندوستان ګډه اندېښنه ده، پاکستان د ترهګرۍ پر مټ د افغانستان او هند پرضد ترهګری کاروی، چې د دې لپاره پاکستان لسګونه ترهګرې ډلې روزلې دی، د افغانستان په ختیځ کې هم د پاکستان له خوا د داعش په نامه د پاکستان ترهګره ډله هغه مهال وځپل شوه، چې د پاکستان تر واک لاندې قبایلی سیمو سره یې د اکمالاتو لاره وتړل شوه، له هغې راهیسی یې ننګرهار له داعش ډلې پاک اعلام شو او هره ورځ د دې ډلې هغه لسګونه جنګیالی تسلیمېږی، چې پاکستان روزلی او پاکستان د جګړې او ترهګریزو بریدونو لپاره پلانونه ورکول، خو پاکستان او ورسره نورو ملګریو یې لکه روسیې او ایران داسې اوازې اچولې وې، چې ګنې افغانستان ته هم له عراق او سوریې د داعش جنګیالی راغلی!؟ خو داسې نه ده، دا هم د القاعدې او طالبانو په څېر د پاکستان بله جنګیالۍ او ترهګره ډله ده، چې د پاکستان، روسیې او ایران د ګټو لپاره جګړه او ترهګریز بریدونه کوی! روسیه هم د داعش په نامه له دې پاکستانۍ ډلې سیاسی تبلیغاتی ګټه پورته کوی او وایی، چې ګنې له افغانستانه هغوى د داعش تر ګواښ لاندې دی!؟ د افغانستان په نورو برخو کې بله طالب ډله هم د پاکستان پلانونه پلی کوی او د جګړې او بریدونو ټول اوامر له پاکستانه اخلی، روسیه او ایران هم له دې ډلې سره مرسته کوی او روزی یې! خو د دې ګواښ ټولې سیمې او نړۍ ته متوجې دى، غوښتنه مو دا ده، چې نړیواله ټولنه په ګډه د دغه ګډ ګواښ د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړی او د سیمې د ګډو ګټو او اقتصادی فعالیتونو د وسعت لپاره زمینه برابره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید