روزنامه هیواد

افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د همکاریو پراخېدو پر طرحو سلا شول

د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ د درې اړخیزو همکاریو د پراخېدو پر طرحو موافقه وکړه.د ترانسپورت، سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو طرحې د جولای پر دوهمه نېټه د درېیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې مطرح شوې وه.د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د درې اړخیزې غونډې په اړه آزادۍ راډیو ته ویلی: (( درېیو وزیرانو د دغو طرحو د تطبیقی مېکانیزمونو د رامنځته کولو او د عملی کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او پرېکړه‌یې وکړه چې د ترانسپورت مېکانیزم د تطبیق په هدف د زمری میاشتې پر شپږمه د درېیو هېوادونو د سکتوری مسوولینو ترمنځ غونډه وشی.)) د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر، د آذربایجان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو المار محمد یاروف او رشید مرادوف سره وړمه ورځ په وېډیویې غونډه کې دغه‌راز د درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانسپورت د پراختیا لپاره د لاجورد لارې له تړون څخه د ښې ګټې اخیستنې په اړه هم موافقه وکړه.درېیو هېوادونو د دې ډول غونډو پر دوام ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید