روزنامه هیواد

افغانان شل کاله شاته تګ نه غواړی

د افغانستان لپاره د ناټو ملکی استازی سټیفانو پانتیکورو په تازه مرکه کې ویلی ،مرستندویه هېوادونه هغه وخت له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوی ،چې په دې هېواد کې د ټولو په خوښه حکومت جوړ شی او د افغانستان لا پرمختګ ته لار هواره کړی.د ده په خبره طالبان باید په دې پوه شی چې شل کاله مخکې ته تګ ناممکن دی او افغانان نور شاتګ نه خوښوی.د پانتیکورو پر وینا ناټو د افغانستان د سولې ملاتړ کوی ، خو د هغه سولې چې په افغانستان کې د شلو کلونو لاس ته راوړنې وساتی او د حکومت د پیاوړتیا او قوت سبب شی.هغه هیله څرګنده کړې ،چې بین الافغانی مذاکرات ژر یوې پایلې ته ورسېږی او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شی.پانټیکورو داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغانی خبرې پیل شوی چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید