روزنامه هیواد

افغانان د کورونا له سخت او جدی خطر سره مخ دی!

په افغانستان کې  کورونا  ویروس له  بل هر وخته اوس ډېر خپور شوی او ولس یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی، دغه راز حالت بې ساری او بیړنی حالت دی چې تر اوسه ترې هېڅ د وتلو لاره نه شی مالومېدای!

د راپورونو له مخې، بې شمېره افغانان پر کورونا اخته شوی دی. د کورونا پېښې په روژه او په ځانګړی ډول په اختر کې خورا ډېرې شوې او اوس ورځ په ورځ ډېرېږی.

په رسمی توګه هم د کورونا  د مثبتو پېښو شمېر له  بل هر وخته ډېر  لوړ شوی او دغه  ناروغی د زیات عمر لرونکو کسانو لپاره چې د زړه، شکرې، لوړ فشار، سینه تنګۍ  او نورې ورته ناروغۍ ولری، سخته خطرناکه ده او د دغه قشر وګړی یې تر ډېره د مرګ له خطر سره مخ کړی دی.

پر خواله رسنیو د مړینې خبرونه نه یوازې د کورونا لوړ تلفات  ښیی، بلکې دا خپله وګړیو ته یو خبرداری هم دی، چې باید ټولې روغتیایی خبرتیاوې عملی کړی، خو ولس بیا هم له  دغو خبرتیاوو بې پروا دی او له خطر سره سره د کورونا  پرضد د مبارزې لپاره وګړی خپل مسوولیتونه په پام کې نه نیسی؟

 په هېوادنۍ کچه هم د کورونا  ناروغۍ پرضد هڅې اغېزمنې نه دی، بلکې روغتیا پالان د کورونا د مخنیوی یوازینۍ لاره د روغتیایی سپارښتنو عملی کول یادوی، چې له بده مرغه دې ته هم پام نه کېږی، همدا وجه ده، چې په افغانستان کې کورونا  سخت ناورین رامنځته کړی او اوس یې علاج د بخت مسئله ګرځېدلې ده. «پر چا ښه او پر چا بیا سخته تېرېږی!.»

د اوکسېجن کموالی د کورونا  پرضد نه یوازې مبارزه ټکنۍ کړې، بلکې د مرګ کچه هم له همدې امله لوړه شوې  ده، دا ستونزه له ډېرې پخوا په هېواد کې شته او آن د ورځې او شپې له خوا هم د اوکسېجن تولیدوونکو فابریکو مخې ته خلک په انتظار ولاړ وی. یو شمېر نور زورواکی او سرتمبه کسان خو د اوکسېجن ډبې له نوبت پرته اخلی او بیا یې په بازار کې په لوړه بیه پلوری!

په دغه راز سخت حالت کې ښایی سیاسی او سوداګریز فعالیتونه هم پر ټپه ودرېږی، چې دا به د هېواد د بېوزلی ولس لپاره نورې ستونزې هم را ولاړې کړی. د امریکا سفارت وړمه ورځ (پنجشنبه) د بندېدو امر کړی،  ځکه د دغه سفارت د کارکوونکو په منځ کې د کورونا د ګڼو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

د پاکستان سفارت هم، چې خپله کونسلی څانګه یې مخکې د یوې اوونۍ لپاره بنده اعلان کړې وه د روان جون له ۲۰ مې تر ۲۴ مې پورې به یې سفارت بند وی.

سوداګریزې چارې هم ښایی ټکنۍ شی، ځکه له افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو سوداګری د کورونا  له امله ټکنۍ شوې ده. دغه راز حالت د افغانانو لپاره خورا سخت دی او ستر ناورین دی. ، دیادونې وړده چې لا هم په جوماتونو او د جنازو په مراسمو کې فاصله په پام کې نه نیول کېږی او وګړی په ګڼه ګوڼه کې آن له ماسکونو پرته برخه اخلی. د خیرات، جنازو او آن ودونو ګڼې ګوڼې هم نه دی بندې شوی او نه هم خلک ترې ځانونه ساتی.

لوی اختر هم را روان دی، چې د کورونا  ویروس دخپرېدو  لپاره نور فرصت هم برابروی. ولس په عامه توګه باید خپل مسوولیت ته متوجه  شی، دا مسوولیت د ژوند او مرګ تر منځ د پرېکړې په مانا دی، که خدای مه کړه ولس نور هم بې مسوولیته او د کورونا  پرضد بې توپیره پاتی شی، نو له دې به هم له سخت ناورین سره مخ شو. غوښتنه مو دا ده، چې د کورونا  پرضد مبارزه کې ولس خپل ایمانی او وجدانی مسوولیت په ښه توګه ادا کړی او دغه راز له بهرنیو هېوادونو غوښتنه کوو، چې د کورونا  پرضد د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی او له دغه ناورینه مو وژغوری!

ممکن است شما دوست داشته باشید