روزنامه هیواد

افغانان د خپل ځان پر زیان پر سوله (( معامله )) نه منی!

په افغانستان کې سوله اوس پر ملی بحث بدله شوې ده، ځکه سوله، ستره اسلامی او هېوادنۍ غوښتنه ده ، له همدې امله افغان ملت په یو غږ سوله غواړی او په دې کې هېڅ داسې معامله نه منی، چې ملی ګټې او وروستۍ لاسته راوړنې تر پښو لاندې کړی او یا دا چې په سخته د را منځته شوی نظام د چپه کېدا سبب شی! له نېکه مرغه له افغان حکومت سره ملت په دې کې یوه خوله دى او په ملی یووالی د باعزته او اصلی سولې غوښتنه کوی! افغان حکومت په کور د ننه د ملت د سیاسیونو، مدنی ټولنې او د استازیو نظرونه تر لاسه کړی او د سولې لپاره ملی اجماع رامنځته شوې ده! له امریکا متحدو ایالتونو سره هم د سولې پر سر افغان حکومت وروستۍ هوکړې ته رسېدلى دى، ولسمشر محمد اشرف غنی خپله دا مسئله څاری او د سپینه ماڼۍ په دې خوښه راغلې ، چې په افغانستان کې یې ۱۹ کلنه جګړه ختمه او د دې لپاره سیاسی حل لاره غوره شی! افغان حکومت او ولس ته د سولې ارزښت ډېر لوړ دى، هر افغان تر هر څه مخ کې لومړى د سولې آرامان لری، له همدې امله د سولې لپاره هڅې مهم او برخلیک ټاکونکی پړاو ته رسېدلې دی، له دې وړاندې افغان ملت او په ځانګړې توګه حکومت د سولې لپاره د خبرو له څرنګوالی او په دې اړه د امریکا د استازی او طالب ډلې ترمنځ له پرېکړو بې خبره ساتل شوی وو، ځکه په دې کې تر کاسې لاندې نیم کاسه وه، خو ملت له دې سترې دوکې په وخت خبر شو او تصیم یې ونیو، چې نور د بل د ګټو ښکار نه شی او یوځل بیا یې خداى مه کړه دا معامله پر شاتګ ته اړ نه باسی، ځکه ملت نور په هېڅ توګه پر شاتګ نه منی او د پر شا تګ پلونه یې ټول پر ځان پسې نړولی دی. اوس افغان حکومت د ملت په استازولۍ له امریکا سره د باعزته سولې لپاره وروستۍ پرېکړې ته رسېدلى دى. د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ته هم ملت او هم حکومت خپل پیغام او اندېښنې وړاندې کړې او د امریکا حکومت هم د افغانانو ملی غوښتنې ته د درناوی سرټیټ کړى دى. خلیلزاد له څو ورځو را هیسې په دې اړه له بېلابېلو لوریو سره ګوری، پرون هم هغه ولسمشر غنی ارګ ته یو ځل بیا ور غوښتى و او د یو شمېر جهادی او سیاسی مشرانو په حضور کې یې د سولې ملی غوښتنې ورته بیان کړې او له طالبانو سره یې د سولې لپاره د تېرو خبرو په اړه چې پټې ساتل کېدې، خپلې اندېښنې ښکاره کړې. دوى پرېکړه وکړه، چې په دې اړه به بیا هم سره وینی! په ورته وخت کې د ناټو د غړیو هېوادونو استازی د دغه تړون د سرمنشی په شمول په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه دېره شوی دی، د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلی او دواړه لوری د افغانانو د ملی غوښتنو په پام کې نیولو سره د سولې لپاره پر سیاسی حلا لارې خوښ دی. د ناټو غونډه د ینس سټولټنبرګ په مشرۍ په سپینه ماڼۍ کې پرون جوړه او نن به هم دوام وکړی، په دې غونډه کې د نورو مسئلو تر څنګ د افغان سولې د بهیر پر پرمختګ هم بحث وشو. ناټو او امریکا د افغانانو د ملی غوښتنې پر بنسټ د باعزته سولې هرکلى او ننګه وکړه. افغان حکومت او ملت دواړه د امریکا او ناټو د ښه نیت د زړه له تله منندوى دی او هیله لری، چې دا لوری د سولې له مخې ورستی خنډونه هم په ستر قوت سره لرې کړی او پر هغو هېوادونو او لوریو په ټول وس فشارونه راوړی، چې دا خنډونه را ولاړوی او د سولې ښکاره یا پټ مخالفت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید