روزنامه هیواد

افغانان د تاریخ په اوږدوکې سره متحد او د وروڼو په څېر اوسېدلی دی

دافغانستان اوسنی جنګی شرایط له بل هروخته ډیر دا غواړی،چې افغانان خپله ورورولی اویووالى ټینگ وساتی،ترڅو د ورورولۍ په رڼاکې راولاړې امنیتی او ټولنیزې ستونزې حل شی. په افغانستان کې په بهرنیوپورې د تړلو کړیو په لمسون دخلکوپه منځ کې ژبنیو، قومی  اوسمتی اختلافونوته لمن وهل کیږی ، نوځکه دسولې راوستوبهیر له ستونزو سره مخ شوى دى.

دافغانستان د علومواکاډمۍ دتاریخ آمر ښاغلى دوکتور شریف ځدران دهېواد ورځپانې دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې د ورورولۍ حس دافغانانوپه منځ کې کمزورى شوى دى، د دې لپاره چې راولاړو امنیتى، ټولنیزو اونورو ستونزو ته دپاى ټکى کیښودل شی، ورورولی اویووالى څومره ارزښت لری؟ داسې وویل : افغانان دتاریخ په اوږدوکې سره متحد او د ورونوپه څېراوسېدلی ، خو څلویښت کلنې جګړې له بده مرغه دافغانانو ترمنځ د ورورولۍ او یووالی مزی سست کړی دی، ان په ځینو برخوکې یې له منځه وړی دی. ددغی ستونزې دراولاړیدو دلیل دادى ، چې زموږتاریخی دښمنان دافغانانو په منځ کې لاسوهنې کوی اوغواړی افغانان سره وویشی اویا داچی دوى په خپله پرافغانانو حکومت وکړی اووتوانېږی چې په سیمه کې خپلې ګټې ترلاسه اودافغانستان دټوټه ټو ټه کېدوهوډلری. دژبې، مذهب ، ګوندونو، قومونواو دسیمې په نامه افغانان سره جلاکوی. زه بشپړ باور لرم ، چې افغانان هوښیاردی او د ورورولۍ لپاره ډېر غښتلی ملی اواسلامې بنسټونه لری. دهمدغو بنسټونوپراساس دوى کولى شی د خپلې ورورولۍ کمزوری اوسست مزی بیا ټینګ کړی ، سره نږدې شی او دورورولۍ پربنسټ دخپل هېواد لپاره دخدمت جوګه شی.

ښاغلی ځدران زیاته کړه: ټول پوهېږی ، چې ترټولو مهم بنسټ د ورور ولۍ اویووالی دراوستوله پاره په افغانستان کې داسلام سپیڅلى دین دى.په اسلام کې موږټول سره ورونه اوخویندی یو، که نارینه دی او که ښځینه . په اسلام کې د وروڼو ترمنځ غوره والى او برتری نه شته ، برترې یوازې دتقوا پر بنسټ ده . تاسې وګورئ،چې حضرت محمد (ص) وایی: که چېرې دانسان دبدن یوغړى ناروغ اوناآرامه وی ټوله کورنۍ ورسره ناآرامه  وی. دایوحقیقت دى ، چې په افغانستان کې زموږ یو افغان ورور ناروغ یاپه اندیښنه کې وی او یا له ستونزو سره مخ وی. پرته له شکه به ټول افغانان ورسره ناآرامه وی او موږ باید دهغه په ناروغۍ  اوناآرامۍ کې ځانونه شریک وګڼو . له اسلامی پلوه دنوروپه غم کې ځان شریکول ثواب لری. حضرت محمد(ص) وایی: څه، چې ځانته غواړې خپل بل مسلمان  ورور ته یی هم وغواړه. موږافغانان که چېری دایو حدیث په خپلومنځوکې سره پلى کړو، نوطبیعی خبره ده، چی زموږترمنځ به  وروری ، برابری او ملی یووالى راشی او د ورورولۍ هغه کمزوری اوسست مزی ، چې د افغانانو دښمنانو منځ ته راوړی دی هغه به هم بیاترمیم اوغښتلی شی، نوزه افغانانوته دابلنه ورکوم ، چې په پورته یاد شوی حدیث عمل وکړی، نوکله، چې موږ دغه حدیث ته درناوى وکړو د ورور ولۍ مزی زموږ دخلکوترمنځ غښتلی کېږی.

ښاغلی ځدران ډاګیزه کړه: موږ افغانان ګډوطن، کور،دین او اوږد تاریخ لرو. موږ هېڅکله نه شو کولى له یوبل څخه جلاژوند وکړو. ټول افغانان په هرقوم پورې ، چې تړلی اودهرمذهب پیروان، چې دی په دې وطن کې دژوندکولو حق لری، دژوندکولو حق یوازې په هغه حالت کې برابریداى شی، چې موږ په یو والی اواتفاق کې واوسېږو یوبل ته درناوى ولرو ، یوبل وزغمو یودبل وروڼه شو  اویوله بل سره همکارى وکړو. په داسې حالت کې موږ کولى شو هغه کړۍ وپېژنو ، چې پردیوته خدمت کوی اوبیایی خلکوته افشا کړو اوترشایی ونه درېږو، نواړینه ده ، چې افغانان هوښیاروی اودپیسودترلاسه کولولپاره ځانونه په پردیوونه پلوری اوهمداسې دژبنیو اومذهبی مخالفتونو لپاره خپل وطن او تاریخ قربان نه کړی. موږ تل باید لکه د تاریخ په اوږدوکې ، چې یولاس اومتحد اوسېدلی یو باید متحد واوسو. په افغانستان کې تراوسه پورې مذهبی  مخالفتونه په هغې کچه، چې په نورو هېوادو نوکې دی نه شته ، مذهبی جګړې زموږترمنځ شتون نه لری اوهمداسې قومی جګړې. یو شمېرسیاسی کړۍ، ډلې اوتجارتی مشران دی ، چې د قومونواوژبو ترنامه لاندې پرخلکو تجارت کوی. داهغه کسان دی ، چې په پردیو پورې تړلی دی. دملت ترمنځ هېڅ مخالفت نه شته. ملت تل یولاس او متحد اوسېدلى ، داسلام تربیرغ لاندې اوسېدلى ، د پردیویرغلګروپروړاندې جنګېدلى اوله خپل هېواده یې  ساتنه او دفاع کړې ده. دغو افغانانودخپل هېواد د ودانولو، پرمختګ اوهوساینې لپاره کارکړى دى. کله کله یو شمېر مشران راپیداکېږی او د خپلو خلکو پرځاى پردیو ته کارکوی، موږباید ویښ اوپوه شو، ددغسې کسانو ترشاونه درېږو، دهغو دلری کولولپاره هلې ځلې وکړواو خلکوته یې وروپیژنو او داهم ورته ووایو ، چې دغه کسان دافغانانوترمنځ نفاق اوقومی اومذهبی شخړوته لمن وهی ، نو دهغوى پرضد باید سره یولاس اومتحد و اوسو اوپرې نږدو، چې زموږدخلکوترمنځ اختلاف منځ ته راشی. له دې لارې دافغانانو ترمنځ د ورورولۍ مزی غښتلی کېداى شی اوددغو مزیوپه غښتلی کېدوسره دامنیت اوسولې په راوستو کې مرسته کېږی.              محبوب – هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید