روزنامه هیواد

هند کابل ته ۶۰۰ زره د کرونا لپاره کارېدونکی ټابلیټ راواستول

هند له کورونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ژمنې په اساس ۵۰۰ زره هایدروکسی کلوروکوین او سل زره پاراسټامول دانې ټابلیټ راواستول.دغه درمل چې د تبې او ملاریا لپاره کارېږی، خو اوس د کورونا لپاره هم توصیه شوی دی، د اریانا هوایی شرکت له لارې کابل ته راورسېدل، چې افغان حکومت یې له هند څخه مننه کړې ده.په هند کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر وایی، هند د دغو درملو تر څنګ په دغه سخت وخت کې ۵۰۰۰ ټنه غنم هم د چابهار له لارې افغانستان ته استولی دی.هندوستان د هایدروکسی کلورکوین درمل نه یوازې افغانستان بلکې ۱۲ نورو هېوادونو ته هم استوی او ویل کېږی چې په ټوله کې ۲۵ هېوادونو ترې دا درمل غوښتی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید