روزنامه هیواد

اصغر افغان خپله لوبډلمشری ګلبدین نایب ته وسپارله

د افغان کرېکټ ملی لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان د ملی لوبډلې د لوبډلمشرۍ چارې له څلورو کلونو وروسته ګلبدین نایب ته وسپارلې.نږدې دوه اوونۍ وړاندې د افغان کرېکټ بورډ غوراوی کمېټې د پرېکړې له مخې ،اصغر افغان د لوبډلمشرۍ له دندې لرې شو او پر ځای یې د کرېکټ درېیو فارمټونو لپاره بېلابېل لوبډلمشران وټاکل شول. د اصغر افغان پر ځای یې د یو ورځنیو سیالیو لپاره ګلبدین نایب، د شل اوریزو سیالیو لپاره راشد خان، او د ټېسټ لپاره یې رحمت شاه وټاکه.اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه د لرو کېدو له امله څو ورځې خفه و، د بورډ عمومی رییس او نورو پخوانیو چارواکو پر مرسته یې جنوبی افریقا ته د تمریناتی کمپ په موخه بېولی و، د ځینو مهمو سرچینو پر وینا؛ اصغر افغان سره یو ځل بیا د لوبډلمشرۍ ژمنه شوې وه؛ خو ګلبدین نایب یې مخالفت وکړ او پر شوې پرېکړه کلک ودرېد، خو د څو ورځو غونډو ورسته د ملی لوبغاړو تمریناتی کمپ پر مهال پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان په جنوبی افریقا کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومی رییس عزیز الله فضلی او ملی لوبغاړو په موجودیت کې د ملی لوبډلې د لوبډلمشرۍ خولۍ او چارې رسماً نوی لوبډلمشر ګلبدین نایب ته وسپارلې او نوموړی ته یې مبارکی ورکړه.اصغر افغان د ګلبدین نایب سره ژمنه وکړه، چې د اړتیا په صورت کې به د لوبو پر مهال ګلبدین نایب سره اړینې مشورې شریکوی. په دغه غونډه کې ګلبدین نایب د اصغر افغان لاسته راوړنې وستایلې او همدارنګه یې د افغانستان کرېکټ بورډ د مشرتابه له باور مننه وکړه.ګلبدین نایب وایی: (( په دې لوى مسوولیت کې به هڅه کوی ،چې د خپلو ملی لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان درې رنګه بېرغ ورپوی او هېوادوالو ته د ډېرو خوشحالیو زېری ورکړی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید