روزنامه هیواد

اسلام آباد ته له ورغلو افغان مشرانو سره ناوړه چلند شوی

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته له وربلل شویو افغان مشرانو او جهادی لیډرانو سره سپکوونکی چلند وشو.له کنفرانس څخه یوې منبع چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شی تاند ته ویلی، چې د اسلام آباد دغه کنفرانس ته ورغلی افغان مېلمانه په خپل ورتګ پښېمانه دی ، ځکه په ډېره سپکه سترګه ورته کتل شوی.بلې خواته، په ټولنیزو رسنیو کې افغان فعالانو پاکستان ته د په نامه جهادی مشرانو ورتګ پاکستان ته د دغو ډلو او ډلمشرانو د هغو پخوانیو خدمتونو امتداد بللى، چې یادو ډلو د افغانستان د ورانونې په لړ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په خوله کړی دی.د اسلام آباد د کنفرانس خپاره شوی عکسونه ښیی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د مشر مېلمه په حیث پاس ناست دی او د افغان حکومت مخالف مشران ، چې ویل کېږی پاکستان غواړی  دافغان حکومت پر ضد یې استخدام کړی د ښوونځی د یوه ټولګی په څېر لاندې ناست دی.پاکستانی چارواکو ویلی ، چې دا کنفرانس کومې غیر حکومتی ادارې جوړ کړی او حکومتی نه دی، دا په داسې حال کې ده چې ډېر تحلیلګران په دې باور دی، چې د آى اېس آى له وینا پرته هېڅ غیرحکومتی اداره هېڅ ډول ښکاره فعالیت نشی کولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید