روزنامه هیواد

اسفندیارولی خان: پر ډیورنډ دې هم د اغزن سیم غځول ودرول شی

د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر اسفندىارولی خان وایی، له هند سره د پاکستان د کرتارپور بندر د پرانىستل کېدو هرکلى کوی خو ټىنګار کوی چې له افغانستان سره هم باىد پر فرضی کرښه د اغزن تار غځول ودرول شی.هغه وایی، لکه څنګه چې پنجابىانو ته له هندی سىکانو سره د تګ راتګ وړىا اجازه ورکول شوه، دغه راز د ډىورنډ پر فرضی کرښه پراته دواړه غاړه قومونه هم حق لری چې ىو تر بله ازادانه تګ راتګ وکړی.نوموړى وایی، له افغانستان سره پر ډىورنډ فرضی کرښه د اغزن تار له غځولو سره مخالف دى او وایی، دواړو غاړو ته خپلوان او وروڼه قومونه د ازادانه تګ راتګ له حق څخه په زوره محرومېږی.نوموړی وایی، له افغانستان سره باىد پر فرضی کرښه تړل شوې دروازې هم پرانىستل شی تر څو په اقتصادی او سوداګرىزې راکړې ورکړې کې اسانتىاوې رامنځته شی.پاکستان له هند سره پر واګه بندر سربېره د کرتار پور بندر تېره ورځ پرانىست او دواړو غاړو قومونو ته ىې د ازادانه تګ راتګ اجازه ورکړه، خو له افغانستان سره د ډىورنډ پر فرضی کرښه له ىوې مودې راهىسې د اغزن تارد غځولو هڅه کوی او په دروازو ىې هم بې پاسپورټه تګ راتګ منع اعلان کړى دى.پاکستان وایی، د ۲۰۲۰ کال تر پاىه به له افغانستان سره د ډىورنډ پر فرضی کرښه ۲۳۰۰ کېلو متره تار وغځوی چې ۵۰۰ مىلىونه ډالره لګښت به پرې راشی.پاکستان وایی، دا کار د ترهګرو د تګ راتګ د مخنىوی لپاره کوی، خو کابل وایی، اغزن تارونه نه ولسونه بىلولى شی نه هم د ترهګرو د تګ راتګ مخنىوى کوی، بلکې پاکستان دې په اسلام اباد او کراچۍ کې ترهګرو ته ورکړی مرکزونه وتړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید