روزنامه هیواد

اسرائیلو په ګولان کې یو سیمه د ټرمپ په نوم نومولې

اسرائیل د ګولان په لانجمنو لوړو سیمو کې د استوګنې سیمه د امریکا د ولسمشر (( ټرمپ )) په نوم نومولې ده. دا کار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې د قدردانۍ لپاره شوى چې په مارچ میاشت کې یې دغه سیمه د اسرائیل د قلمرو په توګه په رسمیت وپېژندله. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د بروچیم په نوم استوګنځاى کې چې ١٠ کسان په کې ژوند کوی، د کابینې غونډه جوړه کړه. نتانیاهو د مراسمو پر مهال له هغې لوحې پرده پورته کړه چې دا ساحه په کې د ټرمپ د لوړو په نوم نومول شوې ده. نتانیاهو ټرمپ د اسرائیل د یوه لوى دوست په توګه یاد کړى دى. ولسمشر ټرمپ هم د دغو مراسمو عکسونه په ټویټر کې خپاره کړی او د ده د قدردانی له کبله یې د اسرائیل د دولت مننه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید