روزنامه هیواد

اسدالله خالد: ملی اردو له افغان سولې  ملاتړ کوی

د افغانستان د ملی دفاع سرپرست وزیر وایی چې دوی د سولې ملاتړ کوی ، خو داسې سوله ، چې ترنوم لاندې یې یوه نوې جګړه نه وی . د افغانستان دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د افغان کمانډو ځواکونو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې دوی سولې ته ژمن دی خو داسې نه چې د سولې څخه وروسته په افغانستان باندې یوه بله جګړه وتپل شی . خالد د ۱۰۰۰ تنو کمانډو ځواکونو د فراغت په غونډه دا هم وویل چې (( موږ سولې ته ژمن یوو او په ځلونو مو ویلی چې افغان ملی اردو د سولې څخه دفاع کوی او د افغانستان ستونزه یوازې د سولې له لارې حل کېدای شی )). نوموړی افغان کمانډو ځواکونو ته په خطاب کې وویل چې تاسو  بې له ډآره او قوی احساس سره جګړه کوئ ، ستاسو جګړه د سرحدونو او د افغانستان د نقشې د ساتلو لپاره ده . نوموړی همدا رنګه زیاته کړه چې د افغان اردو  دنده د افغانستان او د افغانانو ساتل دی ،یوه داسې اردو لرل زموږ لپاره افتخار دی او دغه ویاړ باید په هر وخت کې وساتل شی . له بل لوری ملی دفاع وزارت په خپله رسمی فسبوک پاڼه لیکی چې د بادغېس په بالامرغاب ولسوالۍ کې په دوو کلیو کې د ځانګړو ځواکونو عملیات کړی چې له کبله یې د دوو سیمه ییزو قوماندانو په ګډون ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژلی او ۱۰ نور ژوبل شوی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید