روزنامه هیواد

اسدالله خالد: طالبان د ډیورنډ فرضی کرښې پورې غاړه په لویو ښارونو کې اوسېږی

 دملی دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایی: طالبان سولې ته هېڅ اراده نه لری او ښایی د دوحې خبرې هم کومه مثبته پایله ور نه کړی.ښاغلی خالد چې پرون یې ولسی جرګې نه د رایې اخیستلو لپاره خپل راتلونکی پلانونه تشرېح کول وویل: د دې پر ځای چې د بین الافغانی خبرو له پیلېدو سره طالبانو تاوتریخوالی کم کړی وای، لا پسې زیات کړی.نوموړی زیاته کړه: طالبانو غوښتل، کندوز، غزنی، اروزګان او فراه ولایتونه سقوط کړی، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او مات شول.د ده په خبره طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې په دې وروستیو کې جګړې زیاتې کړی، چې د افغان ځواکونو له خوا ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ماتې یې خوړلې ده.د ملی دفاع سرپرست زیاتوی: د طالبانو د تاوتریخوالی له زیاتېدو داسې ښکاری ،چې دغه ډله او د دوی سیمه ییز او نړیوال ملاتړی د سولې لپاره هېڅ اراده نه لری، نو ډاډه نه دی، چې د سولې خبرې دې کومه پایله ولری.اسدالله خالد د خپلو خبرو پر دوام وویل: طالبان لا هم په کوټه، میرانشا، کراچۍ، لاهور او پینډۍ کې مرکزونه او کورونه لری او د ټپیان یې هملته درملنه کېږی.نوموړی وویل، چې افغان ځواکونه اوس مهال ۹۶ سلنه خپله او څلور سلنه چې هوایی عملیات دی د بهرنیو مرستیالانو په مرسته مخته وړی.دده په خبره که سوله وشی بیا هم له افغان ځواکونو پرته هېڅ ځواک او ډله د سولې ساتنه نه شی کولی.د ملی دفاع سرپرست وزیر د هغه ګنګوسو او راپورونو په اړه، چې ګڼې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی وویل: تر اوسه یې داسې کومه نښه نه ده لېدلې او که ووځی بیا هم افغان ځواکونه د خاورې د ساتلو چمتووالی لری.اسدالله خالد زیاته کړه: د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې افغان ځواکونه د دې وړتیا لری، چې له خپلې خاورې او خلکو ساتنه او دفاع وکړی.د ولسی جرګې د مهال وېش له مخې پرون د ملی دفاع، لوړو زده کړو او عدلیې وزارتونو ته کاندید وزیران، د رایې اخیستو په موخه وکیلانو ته خپل راتلونکی پروګرامونه وړاندې کړل.وړمه ورځ د مالیې، کورنیو چارو او د بهرنیو چارو لپاره کاندید وزیرانو خپل راتلونکی پروګرامونه ولسی جرګې ته د رایې تر لاسه کولو په موخه وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید