روزنامه هیواد

ازبکستان او جرمنی د هرات – مزار د رېلارې او ګڼو نورو پروژو مالی لګښت برابروی

ازبکستان او جرمنی به د افغانستان د مزارشریف – هرات د رېلارې، د سرخان – پُلخمری د برېښنا مزو، بېلابېلو سړکونو او زېربنایی پروژو مالی سرچینې برابرې کړی. د تریند د راپور له مخې، دا خبره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د دواړو هېوادونو د ځانګړو استازو له کتنې وروسته وکړه. دواړو خواوو زیات تمرکز د افغانستان په اړه د تاشکند د اعلامیې د سپارښتنو پر عملی کېدو وکړ. دا موافقه د سږ کال د مارچ په ۱۷ مه د افغانستان په اړه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې تصویب شوې وه. د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر خاص استازی له جرمنی وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ازبکستان په تعلیمی هلوځلو کې ګډون وکړی. ده وویل چې ازبکستان په ترمز (د افغانستان پوله) کې د افغانانو د روزنې لپاره تعلیمی مرکز جوړ کړى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید