روزنامه هیواد

ارګ : په افغانستان کې د امریکا ۱۷کلن ماموریت له لاسته راوړنو ډک دى

د افغانستان جمهوری ریاست په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو اوولس کلن ماموریت بریالی او له لاس ته راوړنو ډک بولی.د افغانستان جمهوری ریاست وایی، چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې مبارزه بریالۍ وه.د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوری وایی: ترروېزم په افغانستان کې ماته خوړلې ده. دی وایی: (( په تېرو ۱۷ کلونو کې ترورېزم ماتې خوړلې ده، حکومت حاکم دی، خلکو ته خدمتونه وړاندې کوی، له ۲۰۱۴ م کاله تر اوسه افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو په مېړانې مسوولیت اخیستی دی، له پخوا زیات افغان هوایی او مځکنی ځواکونه تجهیز او امکانات یې زیات شوی دی.)) اوولس کاله وړاندې د اکټوبر په ۷ مه د امریکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د دې لپاره جګړه پیل کړه، چې د القاعده مشر اسامه بن لادن ته یې پنا ورکړې او په کم وخت کې یې دغه نظام رانسکور کړ. د افغانستان ملی دفاع وزارت وایی، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د نړیوالو په هڅو افغان امنیتی او دفاعی بنسټونه بیا ورغول شول او لا یې هم د پیاوړتیا لپاره هڅې کېږی.د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید آزادۍ راډیو ته وویل: افغان امنیتی ، هوایی او دفاعی ځواکونه د دې جوګه شوی، چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړی.نوموړی وویل: (( نن موږ هوایی، امنیتی او دفاعی ځواک، پولیس او ملی امنیت لرو، چې په ټول توان له خپلو خلکو او خاروې دفاع کوی، په ملی پروسو کې مرسته کوی او همدا شان بشری مرستې رسوی، ۱۷ کاله وړاندې افغانانو داسې څه نه لرل، له دې سره په خوا کې د بیان آزادۍ لرو، بهرنی ملاتړ لرو، دا هر هغه څه دی ، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته رامنځته شوی .))

د ولسمشر ویاند وایی ،چې اوس مهال په افغانستان کې د جګړې په ماهیت کې بدلون راغلی، د ترورېزم نړیوالې شبکې نورې هم پراخې شوی او جرمی اقتصاد هم وده کړې.هارون چخانسوری زیاتوی چې په افغانستان او سیمه کې د دغو جرړو د ایستلو لپاره سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته تر ټولو زیاته اړتیا لیدل کېږی. په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقی وایی: امریکا دې د افغانستان په هغو ګاونډیو هېوادونو باندې فشارونه زیات کړی ، چې ترورېستان پالی او په خپله خاوره کې یې ورته خوندی ځایونه ورکړی دی. له بل لوری شااوخوا دوه کاله وړاندې داعش ډلې د افغانستان په خیتځ ننګرهار کې سر راپورته کړ ،چې دا مهال په دغه ولایت سربېره، په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم فعالیت لری. افغان حکومت وایی، چې دغه ډله یې سخته ځپلې او له منځه وړلو لپاره یې بشپړه اراده موجوده ده. د افغانستان جمهوری ریاست وایی، چې د افغانستان او جنوبی آسیا لپاره د ډونالډ ټرمپ د سترتیژۍ تر اعلام وروسته، د افغانستان په وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی.د ولسمشر ویاند هاورن چخانسوری وایی ، چې اوس له بل هر وخت زیات سولې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید