روزنامه هیواد

ارګ: زموږ لومړیتوب د سولې د مشورتی لویې جرګې جوړېدل دی

افغان حکومت وایی، د قطر غونډې له لغوه کېدو سره اوس د سولې مشورتی لویې جرګې جوړېدل لومړیتوب دی. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی پرون ازادۍ راډیو ته په‌دې اړه وویل: (( اوس زموږ لومړیتوب د سولې مشورتی لویې جرګې جوړېدل دی او په قطر کې جوړېدونکې غونډه د اوس لپاره لغوه شوه. )) ښاغلی مرتضوی دا هم وویل چې د افغان حکومت له لوری د قطر پلازمېنې دوحې ته د له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د ورتلونکی پلاوی نوملړ په مقابل کې د قطر له لوری یو بل لېست وړاندې شو چې دا د سولې لپاره د افغانانو د ارادې سپکاوی وو. د نوموړی په خبره، دا چمتو شوی نوملړ هر اړخېز و چې د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازی په‌کې شامل وو. ټاکل شوې وه، له قطر غونډې وروسته له طالبانو سره د سولې لپاره د خلکو د نظریاتو د اورېدو لپاره په افغانستان کې د سولې مشورتی لویه جرګه جوړه شی، خو اوس چې د قطر غونډه لغوه شوه، افغان حکومت ټینګار کوی چې په ټاکل شوې نېټه دې د سولې مشورتی لویه جرګه جوړه شی. د سولې مشورتی لویه جرګې کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه جرګه به راتلونکې ثور میاشتې په نهمه جوړه او څلور ورځې به دوام وکړی چې د ټول هېواد په کچه به په‌کې دوه نیم زره کسان برخه واخلی. له دې سره د سولې مشورتی لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مرستیال ضیاالحق امرخېل ازادۍ راډیو ته ویلی چې دغې جرګې ته ټول تدابیر نیول شوی او په خپله ټاکل شوې نېټه به جوړه شی. ښاغلی امرخېل د دغې جرګې د څرنګوالی په اړه ډاډ ورکړ: (( موږ ټول تدابیر نیولی او موږ خلکو او سیاسونو ته ډاډ ورکوو چې له دغې جرګې نه د کوم کمپاین لپاره ترې استفاده نه کېږی، دلته یوازې یو کمپاین کېږی چې هغه د سولې کمپاین دی.)) امرخېل وایی، د دغې جرګې لپاره د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او سیمو د علماوو، ښځو، قومی مشرانو، او ژورنالېستانو له ډلو استازی ټاکل شوی او د خلکو نظریات له طالبانو سره د سولې په تړاو شریک کړی.

راپور: فېروزه عزیزی

ممکن است شما دوست داشته باشید