روزنامه هیواد

ارګ: د کاندیدانو د ((سرپرست حکومت)) طرحه د قانون خلاف ده

د ولسمشرۍ ماڼۍ وایی: د ((سرپرست حکومت)) د رامنځته کېدو په اړه د یو شمېر کاندیدانو غوښتنه د افغانستان د اساسی قانون او نظام خلاف دهارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې د «غویی پر ۲۴مه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ۱۱ کسیزې شورا یو ځل بیا د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ((سرپرست حکومت)) د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.یادې شورا وړمه ورځ هم د افغان حکومت مشرانو ته په دې اړه یوه طرحه وړاندې کړې وه او د (( سرپرست حکومت )) رامنځته کېدو په اړه یې دوه وړاندیزونه ورته کړی وو،خو د ولسمشر غنی ویاند هارون چخانسوری د یادو کاندیدانو غوښتنې ته په غبرګون کې ویلی، چې د قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع د افغانستان ستره محکمه ده او احزاب او اشخاص په خپله خوښه د قانون تفسیر نه شی کولای.چخانسوری په دې اړه پرخپل ټوېټر لیکلی:١/٣د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو کاندیدانو څرګندونو ته په بشپړ درناوی باید یادونه وکړو ، چې د قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت ستره محکمه ده، سیاسی ګوندونه او اشخاص په خپل میل قانون نشی تفسیرولی.هر ډول ترتیبات په اصطلاح (( سرپرست حکومت)) د اساسی قانون او د افغانستان د اسلامی جمهوری نظام خلاف دی او د ځینو کاندیدانو له لوری مطرح شوی میکانیزمونه هېڅ قانونی اساس نه لری،د افغانستان د اساسی قانون له‌مخې،(( د ولسمشر دنده له ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږی، د ولسمشر د دندې له  پای ته رسېدو مخکې د نوی جمهور رییس د ټاکلو لپاره ټاکنې له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو مودې پوری کېږی.))په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وری میاشتې پر ۳۱مه تر سره شوې واى، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره میاشت اعلام وکړ چې دغه ټاکنې به پنځه میاشتې وروسته د میزان پر ۶مه نېټه تر سره شی.دا بیانونه پر داسې مهال رامنځته کېږی چې د افغانستان سترې محکمې د روانې غویی میاشتې له لومړۍ نېټې د ولسمشر محمد اشرف غنی د کار موده تر ولسمشریزو ټاکنو پورې غځولې ده.د یادو ۱۱ کاندیدانو شورا وویل: که حکومت د دوی غوښتنه ونه منی دوی به یوه پراخه سیاسی اجماع رامنځته کړی او د اعتراض په ډول به خپل غږ پورته کړی.د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم وړمه شپه په ارګ کې له ولسمشر غنی سره پر ټاکلی وخت د جمهوری ریاست  د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبری وکړې.آغلې وېلز په دې اړه وړمه ورځ د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو سره لیدنه کې له هغوی د شفافو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه کړې وه.د ولسمشر غنی او اجرائیه رییس عبدالله په ګډون ۱۸ کسانو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید