روزنامه هیواد

ارګ د سولې پروسه کې د بیان له ازادۍ او رسنیو ملاتړ څرګند کړی

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وایی، چې د سولې په پروسه کې د حکومت دریځ اصولی دی او دا به په کلکه د جمهوریت له اصلی محور څخه دفاع وکړی، چې د بیان آزادی او رسنۍ دی.صدیق صدیقی پرون په ټوېټر پاڼه کې لیکلی، چې د افغان ټولنې ارزښتونه حقیقت دی ،چې طالبان یې باید هضم کړی.په ورته وخت کې، تل د سولې په پروسه کې د مدنی آزادیو او رسنیو د قربانۍ په اړه اندېښنې شتون لری.د مدنی ټولنې فعالان اندېښمن دی، چې طالبان به د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې له لاسه ورکړی.ټاکل شوې ده، د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې په راتلونکو اوونیو کې پیل شی. د دې خبرو پیل د بندیانو د خوشی کېدو د پروسې په بشپړیدو پورې اړه لری.د امریکا: د هوکړې له مخې، ۱۰۰۰ افغان بندیانو د خوشی کولو په بدل کې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشی شی، کوم چې د بین الافغانی خبرو له پیل نه مخکې ترسره شوی وو.حکومت او طالبان په دې وروستیو کې د ۶۰۰ طالب بندیانو خوشی کېدو په سر خبرې پیل کړی.حکومت وایی: د طالب بندیانو دغه شمېر بندیان په جرمونو او خونړیو حملو کې دخېل دی او خوشی به نه شی؛ خو طالبان د دوی په خوشی کېدو ټینګار کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید