روزنامه هیواد

ارګ: د اسدالله ولوالجی پر کورنۍ برید څېړل کېږی

د ماین په چاودنه کې د اسدالله ولوالجی د کورنۍ د یو شمېر غړو د شهادت په اړه مطبوعاتی علامیه!

ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره چې د هېواد د مشهور شاعر اولیکوال اسدالله ولوالجی د کورنۍ یو شمېر غړی په پغمان ولسوالۍ کې د افغانستان د دښمنانو د ماین په چاودنه کې شهیدان او ټپیان شول.جمهوررییس غنی  د دغې دردناکې پېښې د خبر په اورېدوسخت متاثر شو او وې ویل: پر مشرانو، علماو، ملکی وګړو، ښځو او ماشومانو برید د اسلامی او بشری ارزښتونو ضد جنایت دی.جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته د دغې پېښې د هراړخیزې ارزونې په خاطرد لارښوونې ترڅنګ، د هېواد فرهنګی شخصیت اسدالله ولوالجی ته د خپلې ژورې غمشریکۍ او تسلیت مراتب څرګندوی او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید