روزنامه هیواد

اروپا مېشتو افغانانو د جمهور رییس غنی هڅې او پلانونه وستایل

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی جنىوا ته د  خپل رسمی سفر په درېىمه ورځ په خپل استوګنځی کې په اروپا کې د مېشتو افغانانو له استازو سره وکتل.په پىل کې رازمحمد شېرزاد، ډاکټر سىد ذاکر سادات او عبدالله مىاخېل د نورو په استازىتوب جمهوررییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د جنىوا کنفرانس د برىالی ترسره کېدو مبارکی ووىله. دوى همدارنګه د ښې حکومتولۍ، د ادارو د ځوانېدو، اصلاحاتو، د انحصار ماتولو، سولې، د زورواکانو پر وړاندې د غوڅ درىځ، د اوبو مدىرىت، ټرانزىټ، بنسټونواو نورو بېلابېلو برخو کې د جمهور رییس غنی پرمختګونه او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.هغوى زىاته کړه: د افغانستان خلک له جنګ، ناامنۍ او بې عدالتۍ ستړی دی او دوى د قانون حاکمىت، امنىت او ثبات غوښتونکی دی. ىادو وىناوالو همدارنګه په اروپا کې د مېشتو افغانانو ځىنې ستونزې هم له جمهور رییس سره  شرىکې کړې.جمهوررییس غنی د دوى د څرګندونو، وړاندىزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته ووىل: په بهرنىو هېوادونو کې مېشت افغانان د هېواد مهمه پانګه ده او د دوى له  ظرفىتونو او تجربو څخه به د هېواد د پرمختګ او ثبات په برخه کې ګټه واخىستل شی.محمداشرف غنی ووىل: افغان حکومت له تېرو څلورو کلونو راهىسې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه لری، خو زموږ هېواد او هېوادوال لا ډېر کار ته اړتىا لری. هغه زىاته کړه: نور د دې وخت را رسېدلى چې ټول باىد د څلوېښتو کلونو ناورىن ته د پاى ټکى کېږدو، ځکه تر بل هر وخت د سولې د تامىن لپاره فضا او شراىط برابر شوی دی.جمهور رییس غنی هغوى ته ډاډ ورکړ ،چې د دوى ستونزو ته د رسىدګی په موخه به په بهرنىو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته لازمې لارښوونې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید