روزنامه هیواد

اروپا دې د ناټو دفاعی اتحاد له خطر سره نه مخ کوی

د ناټو عمومی منشی د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو ترمنځ له وروستۍ لفظی شخړې وروسته خبرداری ورکړ، چې د ناټو اروپایی غړی باید د دغه سازمان دفاعی اتحاد له خطر سره مخامخ نه‌کړی.د امریکا ولسمشر ټرمپ د نومبر په نهمه په ټوېټر پاڼه کې ولیکل ،چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په‌دې خبرې سره چې اروپا باید واقعی اردو ولری، سپکاوى کړی دی.مکرون د اروپایی اردو د اړتیا په اړه په څرګندونو کې دغه‌راز د امریکا نوم هم د روسیې او چین په خوا کې اخیستى و چې د ده پر وینا د اروپا امنیت ګواښی.

ممکن است شما دوست داشته باشید