روزنامه هیواد

اروپا دې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړ وکړی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ ((UNHCR)) په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ په اړه د نوی نظر غوښتنه کړې او وىلی ىې دی، افغانان تر ټولو زىات د جګړې له کبله اروپایی هېوادونو ته مخه کوی.د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالی کمېشنرۍ وىاند بابر بلوچ په خبری کنفرانس کې ووىل، د مدىترانې له لارې اروپا ته هر کال نږدې ۷۰ زره کډوال داخلېږی چې له دې منځه ىې ۳۷ اعشارىه ۴ سلنه افغانان دی: (( نه ىوازې دا بلکې په افغانستان کې هم لوى شمېر افغانان له جګړو بې ځاىه شوی دی.)) هغه وىلی، اروپایی ټولنه باىد د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ په اړه تجدىد نظر وکړی او د دوى مجبورىتونه وسنجوی.هغه وىلی افغانستان دا مهال له ۴ اعشارىه ۶ مىلىونو زىات کډوال لری چې ۹۰ سلنه ىې اىران او پاکستان ته مخه کوی، خو په اروپایی هېوادونو کې بىا افغان پناه غوښتونکی د حکومتونو له بد چلنده سر ټکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید