روزنامه هیواد

اروپایی کمېسیون د امریکا بندیزونه ردوی

‎د اروپایی کمېسیون مشرې اورسولا وان در لیېن د امریکا پر هغه قانون نیوکه کړې، چې پر اروپایی شرکتونو، ځکه بندیزونه لګوی، چې د روس د طبیعی ګازو نللیکه غځوی.دا نل لیکه نورد ستریم دوه نومېږی چې تر جرمنی غځول کېږی.‎مېرمن وان در لیېن زیاته کړه: (( اروپایی کمېسیون پر اروپایی شرکتونو دا بندیز ردوی، ځکه چې دوی پر داسې پروژې کار کوی چې له قانون سره سمه ده.)) ‎د امریکا د بندیزونو له کبله یوه سویسی شرکت لا وار دمخه پر دې ۲۰۶۴ کیلو مټره اوږدې نللیکې کار ودرولی دی. دا نللیکه له بالټیک سمندره تېرېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید