د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سفیر پیری مایدون وایی: ولسمشر غنی او عبدالله په خپل منځ کې یو سیاسی جوړ جاړې ته نږدې شوی.نوموړی ویلی، په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د افغان مشرانو تر منځ سیاسی توافق مهمه اړتیا ده.تر دې وړاندې اروپایی ټولنې عبدالله ته خبرداری ورکړی و چې له سیاسی لانجو لاس واخلی او یو توافق ته ورسېږی چې اوس د اروپایی ټولنې د سفیر ښاغلی مایدون په خبره دواړه مشران مثبتې نتیجې ته رسېدلی.ښاغلی پیری مایدون وایی: (( موږ اورېدلی ، چې د دواړو لوریو خبرې مثبتې خواته نږدې شوې دی، په دې پایله کې به مالکیت له افغانانو سره وی، نړیوال په کې هېڅ ښکیل نه دی، خو زموږ ټینګار د دغې هوکړې پر وخت او ژر تر ژره کېدو باندې دی.))نوموړی وایی: دوی په دې باور دی، چې د دغې لانجې د اوږدېدو لپاره نور وخت نشته، ځکه په وینا یې خلک له ستونزو سره مخ دی.دا په داسې حال کې ده چې ارګ هم له عبدالله سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو هغه ټولې اوازې یې رد کړې دی چې وایی، حکومت به د عبدالله او ولسمشر غنی تر منځ نیم وی او عبدالله ته به ډېر صلاحیتونه ورکړل شی.ولسمشرۍ ماڼۍ په دې ټینګار کوی چې بل د ملی یووالی حکومت به په افغانستان کې نه راځی نه به داسې معامله کېږی چې د خلکو رایې ته سپکاوی وشی.