روزنامه هیواد

اروپایی ټولنه د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د کلىدی نقش ملاتړ کوی

د موگرینی څرګندونې دا ښیی چې اروپاىی ټولنه د امرىکا د متحدو اىالتونو او طالبانو تر منځ د سولې له روانو خبرو ډېره راضی نه ده، ځکه تر اوسه پورې افغان حکومت په مذاکراتو کې شامل شوى نه دى او څنډې ته شوى دى. طالبان اوس هم له افغان حکومت سره له مستقىمو خبرو انکار کوی او د یو شمېر دښمنو هېوادونو په لسمون د دغه حکومت په مخ کې وسله والو او ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکوی.موگرینی پرون د سه شنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی، سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووىل چې اروپایی ټولنه د افغان ولس تر څنګ ولاړه ده او په افغانستان کې له سولې، امنىت او هوساىنې پرته بله کومه اجندا نه لری.دغی لوړپوړی اروپایی دىپلوماتې ټىنګار وکړ چې اروپایی ټولنه د افغانانو په مالکىت او د هغوى په مشرتوب د سولې د بهىر ملاتړ کوی.له تېرکال راهىسې د امرىکا او طالبانو استازی د قطر په پلازمېنه دوحه کې غونډې سره کوی چې د افغانستان روان کړکېچ ته ىوه سوله یىزه حل لاره ومومی، خو دغه بهىر د کابل او واشنګټن تر منځ ځىنې ترىنګلتىاوې هم رامنځ ته کړې دی.د ولسمشر محمد اشرف غنی په رهبرۍ افغان حکومت واىی چې د مذاکراتو له پرمختګونو نه خبرېږی او ټىنګار کوی چې د «باثباته او باعزته» سولی لپاره باىد افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته کښېنی. طالبان بىا د امرىکا او نورو هېوادونو پر فشارونو سربېره هم له دې ډډه کوی چې د ولسمشر غنی له استازو سره مذاکرات وکړی.د اروپایی ټولنې د بهرنی سىاست مشرې په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او له اجرائىه ریىس عبدالله عبدالله، سره لىدلی دی.دې مشرې ډاډ ورکړى، چې د سولې په خبرو کې به اروپایی ټولنه د افغان حکومت د دریځ ملاتړ ته دوام ورکړی، دې ډاډ ورکړ، چې که سوله کېږی، نو باعزته داسې سوله به کېږی، چې د افغانانو وروستۍ لاسته راوړنې او د ولس حقونه په کې خوندی وی!

ممکن است شما دوست داشته باشید