روزنامه هیواد

اروپایی ټولنه د سولې لپاره د جمهور رییس غنی د پلان او هلو ځلو ملاتړ کوی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم مازدىګر په استانبول ښار کې په خپل استوګنځی کې د افغانستان لپاره د اروپاىی ټولنې له ځانګړی استازی رونالډ کوبىا سره وکتل.

په دغې کتنه کې دواړو لورىو په افغانستان کې د سولې، امنىت او د اروپاىی ټولنې د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررییس غنی د سولې پلان او کوښښونو په اړه معلومات ورکړل او وې وىل، موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې ىوو چې پاىله ىې واقعی سوله او د جنګ پاى ته رسېدل وی. هغه زىاته کړه، له تېرو درسونو څخه باىد ښه زده کړه وشی او له هغو اصولو څخه کار واخىستل شی چې د تلپاتې سولې د تامىن او د جنګ د پاى ته رسېدو لپاره اساسی دی.

جمهوررییس له اروپاىی ټولنې وغوښتل چې د سىمه ىىز اتصال په برخه کې د دوى د برنامې او د سىمه ىىزو همکارىو په برخه کې زموږ د اقتصادی برنامو ملاتړ وکړی. هغه زىاته کړه، زموږ اساسی موخه داده چې د سىمه ىىز اتصال له لارې د افغانی توکو او محصولاتو د لېږد او راکړې ورکړې په برخه کې اسانتىاوې
زىاتې شی.جمهوررییس غنی د کانونو او نورو برخو کې فرصتونو ته په اشارې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اروپاىی ټولنې د پانګونې غوښتنه وکړه.د اروپاىی ټولنې استازی د سولې په برخه کې د جمهوررییس غنی له  برنامې او هلو ځلو څخه په مننې ووىل، اروپاىی ټولنه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامىن په موخه د سولې او اوربند ملاتړ کوی، چې جنګ پاى ته ورسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید