روزنامه هیواد

اروپایی ټولنه د سوله غوښتونکو، غوښتنې له اروپایی هېوادونو سره شریکوی

د سولې غوښتنې  د ولسی خوځښت غړی، د شنبې په ورځ (د زمری په ۱۳ مه) خپلو غوښتنو ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره، په کابل کې د اروپایی ټولنې دفتر تهڅېرمه سره راغونډ شول.دوى د انځورونو یوه ټولګه په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفیر ته ورښیی، چې هر یو دغه انځور په هېواد کې د تاوتریخوالی د یوې برخې ښکارندویی کوی.د سولې غوښتنې  د ولسی خوځښت مشر اقبال خیبر په دغې لیدنه کې له هغو هېوادونو یادونه وکړه چې د افغانستان د جګړې نندارچیان دی او په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره مرسته نه کوی.دى زیاتوی:«دا هغه هېوادونه دی چې چوپ دی او له هغوى څخه له همدې امله ناراضه یو. هغوى هرڅه وینی، ولې خپل غږ نه پورته کوی؟ په داسې حال کې چې دوى له تاریخی پلوه دا تجربه کړی چې افراطیت څه دى، د انسانانو وژل څه دی او دربدری څه ده.))له بلې خوا د اروپایی ټولنې سفیر ژمنه کوی چې د دغو سوله غوښتونکو غوښتنې به د اروپایی هېوادونو د چارواکو غوږونو ته ورسوی.په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفیر پی یر مایډون په دې اړه زیاته کړه:« سبا به په کابل کې د اروپایی ټولنې له ۱۱ سفیرانو سره وګورم، د هغه څه په اړه چې موږ خبرې وکړې له دوى سره به یې هم شریکې کړم.))څه باندې څلوېښت ورځې کېږی چې د سولې غوښتنې ولسی حرکت غړی د سفارتونو او ځینو دیپلوماتیکو ادارو په وړاندې د سولې غوښتنې غږ پورته کوی.په داسې حال کې چې د دغه حرکت یو شمېر غړی ولایتونو ته تللی ،چې په دغو سیمو کې له قومی مشرانو سره په لیدنو کې له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړی.د سولې غوښتونکی دغه حرکت غړی په افغانستان کې د پاکستان او ایران له سفارتونو سخت خپه دی، چې د هغوى غوښتنې یې بیخی ځواب کړې نه دی او سړه رویه یې ورسره کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید