روزنامه هیواد

اروپایی اتحادیه به د بلاروس ۷۸ کسان او ۷ موسسې تحریم کړی

د اروپایی اتحادیې سفیرانوموافقه کړې ،چې ۷۸ کسان او ۷ موسسې به د بلاروس له لوری د راین ایر د سپرلیو د الوتکې د جبری کښته کولو په تړاو تحریم کړی.اروپایی دیپلوماتانو وویل:۷ کسان د دې الوتکې د کوزولو په پېښه کې د مسقیم لاس لرلو په خاطر او ۷۱ نور د مخالفانو پرضد د بلاروس د حکومت د پراخو ځپونکو اقداماتو په خاطر تحریم شوی دی.بلاروس د مې په ۲۲مه د راین ایر الوتکه، چې له اتنه ویلنیوس ته روانه وه، د جنګی الوتکې په وسیله په زوره کښته کړه او یو مخالف خبریال رومان پروتاسویچ یې ورڅخه کښته او بندی کړ.د دې اقدام په ځواب کې اروپایی اتحادیې د بلاروس پر فضا د الوتکو د تګ راتګ د درولو ترڅنګ د اروپایی اتحادیې د غړیو هېوادونو هوایی ډګرونو ته د بلاروس د الوتکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید