روزنامه هیواد

ارمان لوڼی څنګه د پولیسو د مشر په امر شهید کړاى شو!؟

دوې مىاشتې وړاندې په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ىو غړى ارمان لوڼی د پاکستانی پولىسو له لوری د تشدد په پاىله کې شهید کړاى شو چې د قتل قضىه یې په رسمی ډول نه وه درج شوې. د لوڼی د ىوه ښکېل پولىس له خولې ویل شوی، چې د پولىسو مشر د نوموړی په وژنه کې مستقىم لاس درلود او د هغه په امر سره یې آرمان لوڼى وژلى دى. تراوسه پورې پاکستانی دولت په رسمی ډول د لوڼی د وژنې په هکله اقدام نه و کړى خو له دې نه وروسته چې قضىه په رسمی ډول ثبت شوه اىا پاکستانى دولت به ملامت کسان محاکمه کړی؟ کله چې له ارمان لوڼی سره پولیس تشدد وکړ، هغه ژوبل شو، پولیسو د ټوپکو په کونداخونو وواهه او د پولىسو له لوری اجازه نه ورکول کېده چې نوموړى روغتون ته ورسېږی. د عبدالقىوم په نوم ملامت پولىسو د رپورټ لپاره وىلی پر تحصىل سړک چې کله لوڼی کتابتون ته لاړ، نو پولىس هم پسې ورغلل، د پولىسو مشر د لوڼی له پوښتنې سره سم هغه له خلکو بېل کړ، له دې صحنې وروسته د پولىسو مشر امر وکړ چې ارمان لوڼى ووژنئ!؟  څو ورځې وړاندې د آرمان لوڼی د شهادت د څلوېښتۍ په پار زرګونه خلک په پېښور کې را ټول شوی وو او د آرمان لوڼی د قاتلانو او د هغه د حق غوښتنې تر څنګ یې د خپلو ورکو شویو او شهید کړل شویو خپلوانو غوښتنه کوله. د پنجاب د زبېښاک د دوام او پر نورو قومونو یې د خېټې اچولو د لړۍ د پراختیا په موخه پنجابی ملېشو د هر هغې کورنۍ کسان او مخکښ غړی وژلی او یا یې ژوندی ورک کړی، چې له پنجابه یې د خپلو حقونو او ازادۍ تر لاسه کولو لپاره غږ پورته کړى دى. څه موده وړاندې  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتىن وىلی، پاکستانی رىاست لا هم د دغه غورځنګ د فعال غړی ارمان لوڼی قاتل نه دى پىدا کړى او دا قضىه ىې بې له څېړلو همداسې پرې اېښې ده. ارمان لوڼى چې اصلی نوم یې محمد ابراهیم و، د سنځاوۍ اوسېدونکى و او په پښتون ژغورنې غورځنګ کې دومره زیات فعال و، چې نه یوازې د ننګ میدان ته پخپله راوتى و، بلکې خپله خور وړانګه لوڼۍ یې هم له ځان سره د ننګ میدان ته راوستې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید