روزنامه هیواد

((ارغنداب ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه

ملی دفاع وزارت وایی، افغان امنیتی ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو څخه پاکه کړې ده.دملی دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پرون امریکا غږ ته ویلی، چې اوس مهال افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د ارغنداب ولسوالیو په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شوی دی.ده زیاته کړه: (( افغان ملی اردو په کندهار په ځانګړی ډول پنجوایی، ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې طالبانو ته بېسارې مرګ ژوبله اړولې ده.))ملی دفاع وزات پر داسې مهال د ارغنداب ولسوالۍ د تصفیې خبر ورکوی، چې وړمه شپه هم له یادې ولسوالۍ څخه د جګړې راپورونه ورکړل شوی دی.د کندهار په ارغنداب ولسوالیو کې د شااوخوا څلورو میاشتو راپه دې خوا د افغان سرتېرو او طالبانو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده،تر دې مخکې افغان چارواکو ویلی و، چې طالبان د یادې ولسوالۍ د نیولو هڅه کوی.دملی دفاع وزارت مرستیال ویاند وویل: په ۸ ولایتونو کې ۱۱۰ وسله وال طالبان وژل شوی او ۸۱ نور ټپیان شوی دی.ده وویل: دغه مرګ ژوبله په کندهار، غزنی، ننګرهار، زابل، هرات، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو کې طالبانو ته رسېدلې ده.امان وویل : افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه دا مهال په دفاعی حالت کې دی او پر وینا یې که چیری طالبان ورباندی برید وکړی پر وړاندې به یې اقدام وکړی.نوموړی د یادو عملیات پر مهال افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید