روزنامه هیواد

ارشاد النسوان ، په افغانستان کې  د ښځو لومړۍ خپرونه!

ارشاد النسوان په افغانستان کې د ښځو لومړۍ جریده وه ،چې د غازی امان الله خان په دوره کې یې خپرونې پیل کړې او هغه ( ۱۹۱۹_ ۱۹۲۹ ) د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې تر ټولو زرینه دوره وه. غازی امان الله خان هڅې کولې ،چې ښځې باسواده شی او هغوى خپله ازادی ،حقه حقونه او استقلال تر لاسه کړاى شی.  د غازی امان الله مېرمنه ( ملکه ثریا ) د محمود طرزی لور وه ،هغې د افغانستان د نجونو په تعلیم او تربیه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې ،د هغې او د محمود طرزی د مېرمنې اسما رسمیې  طرزۍ او د بلې مبارزې روح افزا ،چې هغه هم د محمود طرزی خورځه وه ، د دوى ټولو د هڅو له برکته د ښځو لپاره لومړۍ خپرونه (( ارشاد النسوان )) خپره او د افغانستان په مطبوعاتو کې لکه د اسمان روڼ ستورى وځلېده. د ارشاد النسوان لومړۍ ګڼه د ۱۳۰۰ کال د وری په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې له چاپه را ووته، هغه مهال د غازی امان الله خان د پاچاهۍ د دورې درې کلونه پوره شوی وو. د ارشاد النسوان مسووله مدیره اسماء رسمیه وه او خپل نوم یې د ((ا _ر )) مخفف په بڼه کاراوه ،هغه نه یوازې د محمود طرزی د ژوند ملګرې ،بلکې په ( منشیه )) مشهوره او د محمد زمان خان طرزی لور وه ،روح افزا د دې کورنۍ د هغې زمانې د نجونو په منځ کې تر ټولو هوښیاره او ستره مبارزه وه، روح افزا بیا د ارشاد النسوان سرمحرېره ، له همدې امله ارشاد النسوان د خلکو د فکرونو او په ځانګړې توګه د افغان مظلومو ښځو پر ژوند سختې مثبتې اغېزې وکړې. ارشاد النسوان په نازک پسته یی رنګه کاغذ د کابل د ده افغانانو د کاروانسراى د (( شاهی دارالتحریر )) په سنګی چاپخونه کې چاپېده ، ارشاد النسوان لومړى په څلورو مخونو او بیا له دوولسمې ګڼې وروسته په اتو مخونو کې خپرېده، چې د مطالبو عمده برخه او محتوا یې د ښځو روغتیا ،اخلاق ، پخلی ،خیاطی او د کوچنیانو تربیې ته ځانګړې شوې وه او دغه راز په دې خپرونه کې د نړۍ او ګاونډیو مسلمانو هېوادونو د ښځو د فرهنګی پرمختیاوو او  تر څنګ یې د افغانستان د ښځو د چارو لکه مېلې ، ساعتېرۍ او نورو تفریحی مسایلو په اړه مطالب خپرېدل، خو له بده مرغه ،چې ارشاد النسوان له هغې دورې وروسته ،چې د غازی امان الله خان پاچاهی ړنګه او په هېواد کې د تاریخی دښمن په لمسون تپل شوې جګړې دوام وموند ،د اوږده وخت لپاره بنده شوه. 

ز ، شهباز

ممکن است شما دوست داشته باشید