روزنامه هیواد

اردن ته د اجرائیه رییس سفر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تازه هیلې پیدا کړی

اردن ته د افغان حکومت د اجرائىه ریىس دوه ورځنی سفر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تازه هىلې پىدا کړې دی.د اجرائىه رىاست مرستىال وىاند فرىدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وری ۲۰ مه » له ازادی رډیو سره په خبرو کې ووىل: د ((منځنی ختىځ او شمالی افرىقا لپاره د اقتصاد نړىوالې مجمع)) په څنډه کې د اردن او ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره په لىدنو کتنو کې له افغانستان سره د اقتصادی همکارىو او سوداګرىزو اړىکو پر پىاوړتىا ټىنګار شوى دى.د نوموړی په خبره ټاکل شوې ىو پلاوى د افغانستان او اردن ترمنځ د سوداګرىزې راکړې ورکړې د زمىنې د برابرولو لپاره هغه هېواد ته ولاړ شی.”ټاکل شوې چې د سوداګرۍ او صناىعو خونې ىو پلاوى اردن ته لاړ شی او د هغه هېواد له چارواکو سره د سوداګرىزو راکړو ورکړو پر پىاوړتىا او په‌دې اړه چې اردن په کومو برخو کې په افغانستان کې پانګونه کولاى شی خبرې وکړی.” د افغان حکومت اجرائىه رئىس عبدالله عبدالله چې په ىو دوه ورځنی سفر د تېرې جمعې په ورځ «د منځنی ختىځ او شمالی افرىقا لپاره د اقتصاد نړىوالې مجمع» کې د ګډون لپاره اردن ته سفر وکړ، تېره ورځ بېرته هېواد ته راستون شو.د دغه دوه ورځنی سفر په ترڅ کې د ملی ىووالی حکومت اجرائىه رئىس په افغانستان کې د نړىوالو سوداګرىزو شرکتونو د پانګونې د امنىت په اړه ډاډ ورکړ.د افغان حکومت اجرائىه رىاست واىی، اردن د افغانستان د وچې مېوې او نورو تولىداتو لپاره ښه بازار لری.غالۍ، د تالکو ډبرې، وچې او تازه مېوې، زعفران هغه افغانی تولىدات دی چې اوس‌مهال هم اردن ته صادرېږی.د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو خونې په خبره افغانستان هم له اردن څخه ځینی پلاستىکی مواد راواردوی او که په هغه هېواد کې د افغانستان د زعفرانو، زىرې، وچې او تازه مېوو لپاره د بازار موندنې زمىنه پراخه شی، دغه هېواد به په کلنی ډول له دې درکه په مىلىونونو ډالره عاىد ترلاسه کړی.د دغې خونې مرستىال خان جان الکوزی ازادی راډیو ته ووىل چې اردن د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوال دى.نوموړی زىاته کړه:”که اوس دغه کار وشی، په کال کې به موږ له ۲۰ نه تر ۳۰ مىلىونه ډالرو سوداګری ولرو، اردن بازار لری، خو د هغه لپاره اړتىا ده چې دولت‌ىې په اړه کار وکړی، زموږ د تولىداتو لپاره بازار موندنې ته اړتىا ده، څو په اردن کې زموږ د تولىداتو په اړه پېژندنه رامنځته شی.”له دې سره اردن ته د سوداګرو د تګ راتګ ستونزې، د وىزې د اخىستلو څرنګوالى او تعرفې هغه څه دی چې ښاغلی الکوزی ورته اشاره وکړه او له حکومته د افغان سوداګرو د دغو ستونزو د حل غوښتونکى شو.خو ښاغلى الکوزى په افغانستان کې د بهرنىو سوداګرو د پانګونې په وړاندې ناامنی لوىه ستونزه ګڼی وایی چې په‌دغه هېواد کې ان افغان سوداګر خوندی نه‌دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید