روزنامه هیواد

احمد ولی هوتک په افغانستان کې نړیواله آزاده سیالی کوی

د آزادو رزمی سیالو یا فری فایټ افغان لوبغاړی احمد ولی هوتک خبر ورکړی، چې راتلونکې سیالۍ به یې په افغانستان کې دننه کېږی.ښاغلی هوتک ته دوه لوبغاړی، چې یو یې د فرانسې او بل یې د برازیل دی وړاندې شوی، چې دی به په کې یو وټاکی.د احمد ولی هوتک د پروګرامونو مسوول وایی: دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وی، چې نړیواله آزاده سیالی په کې ترسره کېږی.ټاکل شوې ،چې دغه سیالۍ شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته په کابل کې وشی. احمد ولی هوتک رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې څه باندې شل سیالۍ یې بهر کې کړې او غواړی چې راتلونکې سیالۍ کابل کې وکړی.((په هغه شپه چې زما سیالۍ وی، غواړم د خپلو هېوادوالو په شونډو موسکا وی.))دی زیاتوی، چې له دوه میاشتو راهیسې یې د دې لوبې لپاره تیاری نیولی او غواړی راتلونکې هم ورته ځان چمتو کړی. نوموړی پر فیسبوک پاڼه لیکلی: (( دا ځل به د کابل په زړه کې له اروپایی سیال سره مخ کېږم .)) نوموړی ویلی: په کابل کې یې د آزادو سیالیو سازمان یا TGFC سره د دې سیالۍ تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې چې د فبرورۍ په یولسمه په معیاری رینګ کې ترسره شی.ښاغلی هوتک ویلی، د دې لوبې یوه برخه عاید به هغو بېوزلو ته وویشی چې په ژمی کې سرپناه نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید