روزنامه هیواد

اجرائیه ییس: په کونړ کې دې له بې ځایه شوىو کورنیو سره مرستې وشی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکىو چارو اجراىوی کمېټې وړمه  د اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې غونډې د کډوالو او بېرته راستنېدونکىو چارو وزىر سىد حسىن عالمی بلخی د تېری جلسې په اړه معلومات واورېدل ، چې په کونړ ولاىت کې د جنګونو له امله ۳۵۰۰ کورنۍ له خپلو اصلی مېنو بې ځاىه شوی دی .ښاغلی بلخی زىاته کړه،چې ىادو کورنىو ته د موقت کمپ د جوړېدو اړتىا ده ،چې بېرته خپلو اصلی مېنو ته وګرځی او غوښتنه ىې وکړه،چې د ښار جوړونې وزارت دې په دې برخه کې لازمه مرسته وکړی . د کډوالو چارو وزىر زىاته کړه، چې په ډېرو ولاىاتو کې بې ځاىه شوىو کورنىو سره لازمې بېړنۍ مرستې شوې دی . په تېرو اوولسو کلونو کې ۹۸۰۹۱۸۲ تنه کډوال له بهرنىو هېوادونو راستانه شوی دی .همدار راز ښاغلی بلخی زىاته کړه چې په کور دننه د ننګرهار،فارىاب،هلمند، فراه، تخار، کندز او بلخ ولاىاتو څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸۵۶۷ تنه له خپلو اصلی مېنو بې ځاىه شوی، چې په دومره موده کې ۶۱۳ کورنۍ بېرته خپلو ځاىو ته ور ګرځېدلی دی .د کډوالو او بېرته راستنېدونکىو چارو وزىر ووىل،چې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۵۷۳۱۳ تنه بې ځاىه شوی دی چې ۸۲۶۰ تنه ىې بېرته خپل اصلى مېنو ته ور ګرځېدلی دی . د هېواد اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو اړونده ادارو ته هداىت ورکړ، چې له ټولو بېځاىه شوىو کورنىو سره بېړنۍ مرستې وکړی. اجرائىه رییس له ټولو نړىوالو همکارو ادارو غوښتنه وکړه، چې له بې ځاىه شویو کورنىو سره مرسته او لازمه سهولتونه دې ورته برابر کړی . په پاى کې اجرائىه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ټىنګار وکړ، چې ټولې ادارې باىد په ګډه کار وکړی او د راستنېدونکىو کورنىو لپاره د سهولتونو په رامنځته کې برخه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید