روزنامه هیواد

اجرائیه رییس په هېواد کې د ام ټی ان مخابراتی شرکت د پانګونې د زیاتوالی غوښتنه وکړه

دافغانستان داسلامی جمهوریت  اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دمنځنی ختیځ  او دافریقا د شمال په باره کې داقتصاد دنړیوالو غونډو تر څنګ دمنځنی  ختیځ او دافریقا دشمال لپاره د ام ټی ان شبکې له مرستیال اسمعیل جارودی سره وکتل . په دې کتنه کې اجراییه رییس په افغانستان کې دام ټی ان مخابراتی شرکت د پانګونې او خدمتونو له امله قدردانی وکړه او په افغانستان کې یې ددغه شرکت  له لوری دپانګونې دزیاتوالی  غوښتنه وکړه جارودی له اجراییه رییس څخه په منننې او په افغانستان کې په کیفیت سره دخدمتونو پر وړاندې کولو په ټینګار سره وویل:  دام ټی ان مخابراتی شرکت چمتو دى چې په افغانستان کې دخپلې پانګونې کچه  لوړه کړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید