روزنامه هیواد

اجرائیه رییس: په دوبۍ کې به د استوګنو پانګوالو او سوداګرو ستونزې حل شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په دوبۍ کې په خپل استوګنځی کې په عربی اماراتو کې له مېشتو سوداګرو سره ولیدل. په دې کتنه کې لومړى په عربی اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو د خپلو کارونو په اړه اجرائیه رییس ته معلومات ورکړل او د هغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه، چې دوى ورسره په افغانستان او یا هم کوربه هېواد کې مخ دی. د امنیتی، ټکس، لازم ملاتړ نشتوالى، د سړو خونو نشتوالى، سوداګرو او پانګوالو ته د مځکې د ورکړې او نورې ستونزې هغه اساسی مسایل وو، چې پرې بحث وشو. د هېواد اجرائیه رییس وویل، چې په ټولو ستونزو به غور وکړی او د حل لپاره به یې لازم اقدامات وکړی. اجرائیه رییس وویل، چې له خصوصی سکتور او پانګوالو یې ملاتړ د کار په لومړیتوب کې قرار لری، هڅه کوی چې د هغوى پر وړاندې ستونزې لا ولاړې نه شی. دغه راز اجرائیه رییس په دوبۍ کې له مېشتو ځاځیو سره په کتنه کې د ځاځیو قوم مشرانو د اجرائیه رییس ملی دریځ وستایه چې په سترو مسایلو کې یې تل ملی مسایل مطرح کړى او ډېر کله یې له زغم کار اخیستى دى.

هغوى دغه راز خپلې ستونزې له اجرائیه رییس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه. د هېواد اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له یادو مشرانو او ځوانانو څخه مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې په دوبۍ کې کار کوی؛ خو د خپل هېواد مینه یې په زړه کې ساتلې او په اړه یې فکر کوی. اجرائیه رییس د هغوى د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د دوى د وړاندیزونو د عملی کېدو ژمنه یې وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید