روزنامه هیواد

اجرائیه رییس: د خصوصی سکتور، دولتی ادارو او نړیوالو همکارانو ترمنځ ښه همغږی رامنځته شوې

د وزیرانو شورا اقتصادی کمېټې غونډه پرون د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رییس په مشرۍ وکړه.په دې غونډه کې د اجندا له مخې لومړى د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصی سکتور د انکشاف اجرائیوی کمېټې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل ،چې دې کمېټې د خصوصی سکتور د ودې او انکشاف په برخه کې اغېزمن اقدامات کړی دی. هغوى وویل، چې د دې کمېټې موخه چې په ۱۳۹۶ کال کې ایجاد شوې، د کار موندل، د صادراتو انکشاف او د پانګونې زیاتوالى دى. د یاد وزارت چارواکو زیاته کړه، چې دې کمېټې، نوری فایبر ته د ازاد لاسرسی پالیسۍ، د صادراتو ملی ستراتېژی، د خصوصی سکتور د ودې لپاره د ملی لومړیتوبونو پلان تصویب کړې او یوشمېر نور مهم اقدامات یې کړی او په نېږدې راتلونکی کې به د سوداګرۍ ملی پالیسی او هم د انرژۍ خدمتونو د تنظیم د ملی ادارې د تشکیل مسوده هم د کابینې غونډې ته وړاندې کړې.د دې ترڅنګ د خصوصی سکتور د ودې لپاره د یوشمېر نورو ادارو په مقرراتو او قوانینو کې اصلاحات او تعدیلات راغلی ، چې له مخې یې د سوداګرۍ په وزارت کې د تشبث د ثبت فیس له ۳۲۰۰۰ افغانیو څخه سل امریکایی ډالرو ته را ښکته شوى او هم د افغانستان بانک په منشور کې لازم اصلاحات عملی شوی دی.د یاد وزارت چارواکو دغه راز وویل، چې وزارتونو او نورو اړوندو د استازو د حضورکمښت، د اړوندو ادارو ترمنځ د اصلاحی پروګرامونو د پلی کولو لپاره د تخنیکی او مالی همغږۍ نشتون او د موازی ادارو شتون د یادې کمېټې پروړاندې اساسی ستونزې دی.د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې مشر اندېښنه ښکاره کړه، چې په کور دننه فابریکاتو ته د نړیوالو همکارانو پاملرنه کمه شوې او دا مهال د امنیتی ځواکونو د البسو د برابرولو ټولې فابریکې په ټپه درېدلی او کابو پنځه زره مېرمنې بېکاره شوی دی. اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله مننه وکړه، چې د خصوصی سکتور، دولتی ادارو او نړیوالو همکارانو ترمنځ ښه همغږی رامنځته شوې ده.اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې په منظم ډول باید د دې کمېټې غونډې دوام پیدا کړی او هم یې د چارو په تطبیق کې اړونده ادارې جدی همکاری وکړی.هغه زیاته کړه، چې د دې کمېټې د چارو د بریا راز د خصوصی سکتور او حکومتی ادارو په ګډو هڅو کې دى، خو ټینګار یې وکړ، چې په هر اړوند قانون کې باید د خصوصی سکتور ونډه او نظریات له پامه ونه غورځول شید غونډې بله اجندا د اقتصاد وزارت له لوری د افغانستان د تلپاتې پراختیا د اجرائیوی کمېټې د غونډو رپوټ ته ځانګړې شوې وه. د اقتصاد وزارت مرستیال وویل، چې په تېر یوه کال کې دې کمېټې چارې ښې پرمخ تللې او تر اوسه ۱۷ موخې ټاکل شوی دی.هغه د افغانستان لپاره د ټاکل شویو ټارګېټونو، کاری ډلو او شاخصونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټولې فرعی کمېټې په منظم ډول خپلې چارې مخ ته بیایی.اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې کمېټې له چارو خوښی وښوده او ویې ویل، چې د یادې کمېټې د چارو پایلې د خلکو په ژوند کې مستقیماً اغېز لری.هغه فقر او لوږه خطرناکې پدیدې یادې کړې او ویې ویل، که ورسره جدی مبارزه ونه شی او د مخنیوی لپاره یې تدابیر ونه نیول شی، نو خطرناکې پایلې به ولری. اجرائیه رییس وویل، چې د دې کمېټې په وړاندیزونو به غور وکړی او د فقر لپاره یوې ټولیزې اساسی مبارزې ته اړتیا ده.د وزیرانو شورا اقتصادی کمېټې د پرونۍ غونډې بله اجندا د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو چارو وزارت له لوری د ځوانانو لپاره د کارموندنې د اجرایوی کمېټې رپوټ وړاندې کولو ته ځانګړې شوې وه.د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکی وویل، چې هر کال څلور سوه زره کسان د کار بازار ته داخلېږی؛ خو بهر ته د فنی کارګرو د استولو تفاهم پاڼې تر اوسه له اماراتو پرته بل هېواد سره نه دی لاسلیک شوی.هغه له ټولو دولتی ادارو وغوښتل چې خپلې بودجې دې ځوانانو ته د کارموندنې پر اساس برابرې کړی او د کارګرو د فنی کولو لپاره دې فنی او مسلکی زده کړې دوام پیدا کړی.ښاغلی ذکی زیاته کړه، چې د کار د ملی کنفرانس د ترسره کولو تر څنګ ډېرې اساسی چارې دی چې یادې کمېټې د کار موندنې په برخه کې ترسره کړی دی.اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې کارموندنه باید د ټولو ادارو له لوری جدی ونیول شی او هم په لویه کچه باید دا کمېټه لوړ اهداف تعقیب او وزارتونه دې په اساسی ډول ورسره همکاری وکړی.اجرائیه رییس بهرنیو چارو وزارت او د وزیرانو شورا دارلانشاء ته لارښوونه وکړه ، چې له اماراتو سره دې شوې تفاهم پاڼه تقیب کړی او د عملی کېدو لپاره دې ورته لاره چاره پیدا کړی.د غونډې په پای کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدعالمی بلخی د کډوالو، بېځایه شوی او راستنېدونکو چارو اجرایوی کمېټې د چارو په اړه راپور وړاندې کړ.هغه وویل، چې په تېر یوه کال کې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو چارو پالیسی او عملیاتی پلان ترتیب شوی او هم د عملیاتی پلان د تطبیق لپاره د ۵۳۰ میلیونه ډالرو د بودجې وړاندوینه هم شوې چې ډاډ یې ترلاسه کړى دى.نوموړی زیاته کړه، چې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د مځکو د وېش تخنیکی طرزالعمل هم ترتیب شوى او په وینا یې چې ډېرې نورې اساسی چارې هم ترسره شوی دی. هغه ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې باید په منظم ډول په دې جلسو کې غونډې وکړی.اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله مننه وکړه، چې یادې کمېټې هم خپلې چارې په ښه ډول مخ ته تللی او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو کورنیو او نړیوالو همکارو ادارو ترمنځ باید همغږی لا ډېره شی او اساسی چارې پر مخ یوړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید