روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اجرائیه ریاست: د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډول د اړوند کمېسیون صلاحیت دی

د افغان حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان د جمهوری ریاست ځینې کاندیدان وایی: د جمهوری ریاست د انتخاباتو ځنډېدل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون صلاحیت دی او حکومت په کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کویوروسته له هغه چې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې دوه میاشتنی ځنډ اعلام شو، اجرائیه ریاست او د جمهوری ریاست یو شمېر نور کاندیدان وایی: د انتخاباتو ترسره کول او ورته د تاریخ ټاکل د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له صلاحیتونو دی او باید ورته درناوی وشی.اجرائیه ریاست وایی: په دې برخه کې هڅه دا ده، چې د جمهوری ریاست انتخابات پرته له تقلب او لاسوهنې ترسره شی.د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وایی: اجرائیه ریاست او د عبدالله عبدالله ټیم د انتخاباتو د نېټې په ځنډېدو کې کومه ملاحظه نه لری.ده وویل:(( په لومړی قدم کې مهم دا دی، چې انتخابات په شفافه توګه و شی، څو د خلکو اعتماد حاصل شی، د انتخاباتو د نېټې ټاکل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له صلاحیتونو شمېرل کېږی او حکومت په کې هېڅ ډول مداخله نه لری، دا د کمېسیون کار دی چې څنګه د خلکو قناعت حاصل کړی او څنګه وکړای شی چې انتخابات په شفافه توګه ترسره کړی.))د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې اعلام کړی ،چې د جمهوری ریاست ټاکنې به د روان کال د چنګاښ په ۲۹مه نه، بلکې د تلی په شپږمه و شی.د جمهوری ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړی دی.له دې ډلې تراوسه د اجرائیه رییس ترڅنګ ولسمشر غنی هم د انتخاباتو د ځنډېدو له پرېکړې څخه ملاتړ کړی.ولسمشر محمد اشرف غنی ۱۳۹۸لمریز کال د رڼو ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کېدو کال بولی او له ټولو ملکی او پوځی ارګانونو غواړی ،چې په ‌دغه ملی بهیر کې بې پرې پاتې شی.ښاغلی غنی په مزار شریف کې د نوروز په مناسبت په خپله وینا کې وویل ،چې د انتخاباتو د ځنډ په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پرېکړې ته درناوی لری، خو په‌ دغه بهیر کې نور ځنډ ورته د منلو نه‌ دی. د جمهوری ریاست کاندید فرارمرز تمنا بیا آزادۍ راډیو ته ویلی: د دې لپاره چې د انتخاباتو ترسره کولو لپاره ښه چمتووالی ونیسی او خپلې وړتیاوې لوړې کړی، دا یو پرځای ګام دی.د نوموړی پر وینا، د جمهوری ریاست د انتخاباتو تر، ترسره کېدو پورې نړیوالې ادارې او حکومت باید له کمېسیون سره لازمې همکارۍ وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید